ژبه

​پاکستان کې د ترافیکي پېښې له امله د لسو امنیتي سرتېرو په ګډون ٢٦ کسان مړه شوي

کابل (پژواک، ٣١ وږى ٩٨): په پاکستان کې د يوې ترافيکي پېښې له امله د لسو سرتېرو په ګډون ٢٦ کسان مړه شوي دي.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، دا پېښه نن د دغه هېواد د ګلګت بلتستان ولايت په مربوطاتو کې په یوه غرنيزه سيمه کې رامنځته شوې ده.

ځايي چارواکو رسنيو ته ويلي، د دغه ولايت له سکردو سيمې راولپنډۍ ته روان د سپرليو يو غټ موټر په يوه غرنيزه سيمه کې له غره سره جنګېدلى او چپه شوى دى.

پوليسو ويلي چې په دې پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ٢٦ کسان مړه او ١٥ نور ټپيان شوي دي.

د ګلګت بلتستان ولايت وياند  فيض الله فراق ويلي چې له سيمې يې ټول جسدونه او ټپيان روغتونونو ته لېږدولي دي.

بلخوا د پاکستان د پوځ له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دې پېښې په قربانيانو کې لس سرتېري هم شامل دي.

سرچينې زياته کړې چې ټپيان د پوځ په چورلکو کې لېږدول شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع