ژبه

حکمتیار: هغه رایې چې بایومټریک شوې نه دي، نه یې منو

کابل (پژواک، ۱۰ تله ۹۸): د ولسمشرۍ ټاکنو یو نوماند ګلبدین حکمتیار وايي چې بایومټریک رایې د عکس او ګوتې د نښې له مخې مني او له نورو ټېمونو غواړي چې د خلکو حقیقي رایو ته احترام ولري او په هېواد کې د بحران رامنځته کېدو لامل نه شي.

د ولسمشرۍ ټاکنو د مهالوېش له مخې، خلکو د تلې په شپږمه د ولسمشرۍ ټاکنو ۱۳ نوماندانو ته رایې ورکړې چې لومړنۍ پایلې یې د روانې میاشتې په ۲۷مه او وروستۍ به یې د روان کال د لړم په ۱۶مه اعلان شي.

د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند او د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، یوازې هغو رایې ته دې اعتبار ورکړ شي چې په بایومټریک ماشینونو کې د ګوتې نښه او انځور ثبت شوي دي.

هغه د ټاکنو له کمېسیونه وغوښتل چې په بشپړه خپلواکۍ او د زورواکو د ګواښونو له هر ډول ډار پرته پاکې رایې له ناپاکو بېلې کړي.

 

 

 

نوموړي د ټاکنو کمېسیون له خوا اعلان شوې شمېرې له مبالغې ډکې وبللې او پرې د نیوکې ترڅنګ یې وویل، د پکتیا ولایت د روحاني بابا په ولسوالۍ کې د رایې ورکوونکو شمېر ۹۹۹۹ کسان اعلان کړی، په داسې حال کې چې د دې ولسوالۍ ولسوال په ګردېز ښار کې ژوند کوي او حکومت پر یاده ولسوالۍ حاکمیت نه لري.

حکمتیار د پکتیا زرمت ولسوالۍ ته په اشاره وویل، په دې ولسوالۍ کې هم له ۲۴زره د ډېرو رایو راپور ورکړل شوی، په داسې حال کې چې په یاده ولسوالۍ کې له دولتي کارکوونکو پرته هېچا په ټاکنو کې ګډون نه دی کړی.

د ولسمشرۍ ټاکنو دغه نوماند مرکزي سرور ته د ټاکنیزو پاڼو د انتقال د څلورو ورځو پر ځنډ نیوکه وکړه او ویې ویل، دا په رایو کې د لاسوهنې یو ډول هڅه ده.

د حزب اسلامي ګوند مشر پر حکومتي مشرانو په ځانګړې توګه ولسمشر غني باندې نیوکه وکړه او ویې ویل، دولتي ټېم له دولتي امکاناتو د ناوړه استفادې، رشوت او ښارګوټو د جوړېدو لپاره د ځمکو د ورکړې لپاره له ټاکنو د ځمکې د پلورنې بازار جوړ کړی دی.

نوموړي د ټاکنیزو کمېسیونو د مخکنیو کمېشنرانو زنداني کېدو ته په اشاره وویل: ((د ټاکنیزو کمېسیونونو کمېشمران دې له دې نه ډارېږي چې د پخوانیو کمېشنرانو پر برخلیک به اخته شي، په حقیقت کې یې دوی ځکه بندیان کړل چې تاسو وډار کړي چې که د ارګ مېشتو پر لارښوونه عمل ونه کړيؤ له داسې برخلیک سره به مخ شي، له دې څخه مه ډارېږئ.))

login or register a new account.