لښکرګاه (پژواک، ١٢ تله ٩٨): امنيتي مسوولين وايي چې په هلمند ولايت کې د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې ١٣ تنه ملکي وګړي د طالبانو له زندان څخه ازاد کړاى شوي دي.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوي چې نن د ملي دفاع وزارت له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته را لېږل شوې ده.
خبرپاڼه کې راغلي چې کومانډو ځواکونو تېره شپه د هلمند ولايت د نهرسراج ولسوالۍ په دين محمد سيمه کې د طالبانو پر يوه زندان عمليات کړي دي.
سرچينه وايي چې د دغه عملياتو په ترڅ کې ١٣ تنه ملکي وګړي د طالبانو له زندان څخه ژغورل شوي دي.
سرچينه زياتوي چې امنيتي ځواکونو په وروستيو څو مياشتو کې په بيلابيلو سيمو کې ملکي وګړي او سرتيري د طالبانو له زندانونو څخه ژغورلي دي.
خبرپاڼه کې زياته شوي چې امنيتي ځواکونه خپلې وروستۍ هڅې کوي ترڅو د خلکو امنيت تامين کړي.
بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن