کابل (پژواک، ١٩تله ٩٨): وسله والو طالبانو په پاکستان کې د ملابرادر پر کور وسله وال بريد رد کړ او ويلي يې دي چې د هغه کور په پاکستان کې نه، بلکې په قطر کې دى.
تېره ورځ د ملي امنیت ریاست په يوه خبري ناسته کې په پاکستان کې د طالب مشرانو ترمنځ د اختلاف خبر ورکړى و او ويلي يې و چې د پاکستان په خاوره کې د ملا عبدالغني برادر پر کور برید کې دوه کسان وژل شوي دي.
ملي امنيت زياته کړې وه چې د (پنجشنبې) د سهار په ٧:٣٠ بجو په پاکستان کې د ملا عبدالغني برادر پر کور د برید له امله د ملا عبدالغني برادر د یوه ساتونکي په ګډون دوه کسان وژل شوي او دا برید د ذاکر قیوم د دوو کسانو (حکمت الله او عصمت الله) له خوا ترسره شوی دی.
خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې تېره ورځ استخباراتي کړيو يوه افواه خپره کړې چې ګنې په پاکستان کې د ملابرادر پر کور وسله وال بريد شوى دى.
هغه زياته کړې: ((د ملابرادر کور په قطر کې دى، نه په پاکستان کې، موږ دا پروپاګنډ ردوو.))
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP