جلال اباد (پژواک، ١٩ تله ٩٨): د ننګرهار امنيتي مسوولين وايي چې په جلال اباد ښار کې يوه جومات ته نږدې چاودنه شوې چې دوه ملکي وګړي په کې ټپيان شوي دي.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند مبارز اتل، پژواک خبري اژانس ته د يادې پېښې پخلى وکړ او ويې ويل چې دغه چاودنه نن ماسپښين د دويمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې د ګمرک جومات ته څېرمه رامنځ ته شوې ده.
په دې اړه به نور جزئيات وروسته خپاره شي.
نن سهار هم د جلال اباد ښار د درېيمې ناحيې په مربوطاتو کې دوه چاودنې وشوې چې یو ملکي وګړی په کې ټپي شوى و.
د يادو دواړو مسووليت تراوسه پورې چا نه دى منلى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن