اسعداباد (پژواک، ٢٣ تله ٩٨): په کونړ کې د ځنګلونو ساتلو او بېرته زرغونولو په موخه د کرنې وزارت او قومي شوراګانو ترمنځ د لس ميليونه امريکايي ډالرو تړون لاسليک شو.
د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د کونړ د کرنې او مالدارۍ رييس انعام الله ساپي وويل، دغه تړون د پنځه کلن کرنيز پلان يوه برخه ده چې په پلي کولو سره به يې د اسمار او ماڼوګي په ولسواليو کې د ځنګلونو پرې کولو مخه ونيول شي.
هغه زياته کړه: ((د ترهګرو ډلو، زورواکانو، مافيايي کړيو او ځينو نورو کسانو له لوري به د کونړ ځنګلونه وهل کېدل، خو د نوي تړون له مخې به يې تر ډېره مخنیوی وشي.))
د نوموړي په وينا، د يادو ځنګلونو د ساتنې په موخه نن د لس ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت تړون د کرنې وزارت او قومي شوراګانو ترمنځ لاسليک شو.
په دې غونډه کې د ماڼوګي ولسوالۍ د ولسي شورا مشر مولوي عبدالعزيز وويل چې د دغه تړون له مخې په خپلو سيمو کې د ځنګلونو ساتنه کوي او د نوو ځنګلونو جوړولو لپاره به اړينې هلې ځلې کوي.
ده ټينګار وکړ چې حکومت دې له ځنګل وهونکو سره قانوني او جدي چلند وکړي.
همدارنګه د کونړ مرستيال والي ګل محمد بيدار وويل چې د کرنې وزارت بايد دغه پروژه د دغه ولايت په ټولو ولسواليو کې پلې کړي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د کونړ ځنګلونه د هېواد د ټولو ځنګلونو ٢٥ سلنه جوړوي چې قوي ساتني ته اړتيا لري.
ده وويل چې اوس تر ډېره د دغه ولايت د ځنګلونو پرې کولو او لرګيو د غير قانوني لېږدولو مخه نيول شوې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن