Language

غزني کې ملکي وګړو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

غزني ښار (پژواک، ٢٣ تله ٩٨): د غزني حکومتي مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې دوه ملکي وګړي او اووه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د تلې په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار د ده يک ولسوالۍ په نيازي کلا سيمه کې د ملکي وګړو پر موټر د ماين چاودنه شوې ده.

هغه وايي چې په دې پېښه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او موټر يې هم له منځه تللى دى.

ده زياته کړه: ((دغه ماين طالبانو ځاى پر ځاى کړى و چې ملکي وګړي پرې برابر شوي دي.))

دغه راز د سيمې يوه اوسېدونکي حميدالله پژواک ته وويل چې دغه ماين د ابراهيمزیو سيمې په لويه لار کې ځاى پر ځاى شوى و.

ده وويل چې د دغه ماين په چاودنه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او ډينا موټر يې له منځه تللى دى.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، په غزني کې طالبان هم وژل شوي دي.

د غزني د والي وياند وايي چې بهرنيو ځواکونو تېره شپه د ده يک او اب بند ولسواليو په مربوطاتو کې بريدونه کړي دي.

هغه وويل چې په دغو بريدونو کې د يوه سرګروپ په ګډون اووه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

نوري زياتوي چې په دغو بريدونو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.