جلال اباد (پژواک، ۲۵ تله ۹۸): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د يو اېن هبيتات ادارې د شپږ ميليونه افغانيو په لګښت سړک جوړېږي چې چارواکي وايي، سلګونه کورنۍ به ترې په مستقيم او ګڼې نورې په غير مستقيم ډول ګټه واخلي.
د ۱۴ متره په سور او د ۳۷۰ متره په اوږدوالي دغه سړک د جلال اباد ښار د څلورمې ناحيې په مربوطاتو کې جوړېږي.
د جلال اباد ښاروالۍ د څلورمې ناحيې امر بريالي چلند د تلې په ۲۵مه پژواک اژانس ته وويل چې د دې ناحيې اړوند د مجبوراباد په سيمه کې يې د يو اېن هبيتات موسسې په مالي لګښت او خلکو په ونډې باندې د يوه سړک جوړولو کار پيل کړ.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، سړک ۱۴ متره پلنوالی او ۳۷۰متره اوږدوالی لري چې د سړک په منځ کې ګلدان او د برېښنايي څراغونو سيستم به هم ولري او د يوه کال په موده کې به يې چارې سرته ورسېږي.
د چلند په وينا، په ياد سړک ټولټال شپږ ميليونه افغانۍ لګښت راځي چې ډېره برخه يې يو اېن هبيتات اداره او يو څه برخه يې د خلکو په ونډه ورکول کېږي.
د سيمې اوسېدونکي وايي، د سړک په رغېدو سره به يې ډېرې ستونزې حل شي؛ ځکه اوس روغتون ته د ناروغ په وړلو کې هم ستونزې وي.
د سيمې يوه قومي مخور چترال شينواري وويل، د سړک د چارو به په خپله نظارت کوي او هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې کارونه يې بې کفيته او د نقشې خلاف وکړي.
يو بل ځايي اوسېدونکی عبدالولي وايي، دغه سړک به ورته اقتصادي مشکلات هم راکم کړي؛ ځکه اوس دې سيمې ته تلونکي د سپرلیو موټر په دې خاطر لوړه کرايه اخلي چې سړک يې خراب دی.
د سيمې خلکو په ورته وخت کې هيله څرګنده کړه چې د ښاروالۍ اداره دې هم د دغه سړک د کفيت او کارونو د شفافيت کار ته پام وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن