Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

زابل کې د هاوان مرمۍ لګېدو له امله  دوه ماشومان وژل شوي  او ۱۲ نورټپیان دي

کندهار (پژواک، ۲۸ تله ۹۸): د زابل په شاجوی ولسوالۍ کې د هاوان د یوې مرمۍ د لګېدو له امله ۲ ماشومان وژل شوي او ۱۲  نور ټپيان شوي دي.

پېښه نن د دغې ولسوالۍ په خان کلي کې شوې ده.

د زابل ولایت یوې امنیتي سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل، د شاجوی ولسوالۍ په خان کلي کې د هاوان مرمۍ لګېدلې چې ۲ ماشومان یې وژلي او ۱۲ تنه نور یې ټپیان کړي دي.

سرچینه وايي، تر اوسه معلومه نه ده چې د هاوان مرمۍ د چا له لوري توغول شوې ده.

ډېره هڅه مو وکړه چې په دې اړه د ولایت مقام او امنیتي چارواکو نظر واخلو، خو پر ډېرو هڅو سربېره له هغوی سره اړیکه ټینګه نه شوه.

وسله والو طالبانو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

له تېرې څه مودې راهیسې د زابل په شاجوی ولسوالۍ کې عملیات روان دي چې د چارواکو په وینا، وسله والو ته په کې درانه زیانونه اوښتي دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.