ژبه

په لښکرګاه کې پنځه امريکايي سرتېري ټپيان شوي

کابل (پژواک، ٢ لړم ٩٨) :  په هلمند ولايت کې د وسله والو طالبانو له خوا په يوه توغندويي بريد کې پنځه امريکايي سرتېري ټپيان شوي دي.

امريکايي رسنۍ نيويارک ټايمز ددفاع وزارت د سرچينو په حواله خبر ورکړى چې دا بريد دوه ورځې مخکې د هلمند ولايت د مرکز لښکرګاه ښار هوايي ډګر کې د امريکايي ځواکونو پر بيز شوى و.

سرچينې زياته کړې، دا بريد په داسې حال کې شوى و چې يوه ورځ مخکې د امريکا ددفاع وزير مارک اسپير افغانستان ته په خپل لومړني سفر راغلى و.

د نيويارک ټايمز په راپور کې په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.

په کابل کې دامريکايي ځواکونو مطبوعاتي دفتر پژواک اژانس ته وويل چې دوى د خپلو ټپي سرتېرو په اړه معلومات نه شريکوي.

د طالبانو يوه وياند قاري يوسف احمدي ويلي و چې دوى د امريکايي ځواکونو پر يادې پوځي اډې ٦٠ توغندي توغولي او ورته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

login or register a new account.