هرات (پژواک، ۷ لړم ۹۸): د هرات یو شمېر اوسېدونکې د سولې خبرو بیا پیلېدو ته خوشحاله دي؛ خو وایي چې د سولې خبرو د بیا شروع کېدو په صورت کې دې د ښځو پر حقونو معامله نه کېږي.
په وروستیو څو ورځو کې افغانستان ته د نړیوالې ټولنې د لوړپوړو چارواکو له سفرونو وروسته د طالبانو، امریکا او افغان دولت ترمنځ د سولې خبرو د بیا پیلېدو لپاره هڅې تر له بل هر وخت ډېرې شوې دي.
په ورته وخت کې د هرات یو شمېر مېرمنې اندېښنه لري چې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د دوی پر حقونو معامله ونه شي.
په هرات کې د ښځو د حقونو څو مدافع وکیلان ټینګار کوي چې که د سولې په خبرو کې د ښځو پر حقونو معامله وشي، نو پر دوی به یو ځل بیا د طالبانو توره دوره راشي.
په دې ولايت کې د ښځو د حقونو فعالې عزیزې خیراندېش پژواک خبري اژانس ته وویل: «په دې ورځو کې د سولې خبرې ګرمې شوې دي، د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ دی، په ټوله کې د افغانستان خلک، په ځانګړې توګه ښځې له خطر سره مخامخ وینم او له دې امله ډېره اندېښنه لرم.»
په هرات کې د ښځو د حقونو یوې بلې فعالې الهې ساحل وویل: «خلک غواړي پوه شي چې که چېرته د سولې هوکړه وشي، د خلکو په ژوند به اغېز ولري که نه؟ دا ټولې هغه ستونزې دي چې خلک یې اندېښمن کړي چې نه دولت سم ځواب لري او نه هم د هغوی ملاتړي هېوادونه.»
همدارنګه د هرات یوشمېر اوسېدنکي وایي چې په ارامۍ کې ژوند کول یې حق دی، باید ښکېل لوري د ښځو حقونو ته احترام ولري.
هغوی په جګړه کې له ښکېلو خواوو غواړي چې د ښځو او ځوانانو د حقونو په ساتلو دې د مذاکرې پر مېز خپلې ستونزې حل کړي.
د هرات یوه اوسېدونکي تواب مبارز پژواک ته وویل: «موږ د سولې په متن کې د قوي ځواک او جګړې د اصلي قربانیانو په حیث د ځوانانو او ښځو د پراخ ګډون غوښتونکي یو.»
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون هم له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د ښځو د حقونو او لاسته راوړنو په ساتنه ټینګار وکړ.
د بشري حقونو د کمېسیون رییسې شهزاد اکبر ویلي، د سولې په خبرو کې به د ښځو پر حقونو او لاسته راوړنو معامله ونه شي.
نوموړي ښځې په افغانستان کې د جګړې اصلي قربانیانې وبللې او وویل: «د ښځو حقونه او ۱۸ کلنې لاسته راوړنې باید د سولې د خبرو په لړ کې سرې کرښې وي.»
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن