کابل(پژواک، ۱۰ لړم ۹۸):د کورنيو چارو وزارت وايي چې د فراه ولايت په مرکز کې يې يوموټر بم کشف او شنډ کړى او په تړاو يې د دوو ښځو په ګډون څلور کسان نيولي دي .
د کورنيو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې دغه موټر د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې د فراه د مرکز په خيراباد کلي کې له منځه وړل شوى دى.
سرچينې زياته کړې (( وسله والو طالبانو غوښتل چې ددغه موټر په وسيله په فراه ښار کې ترهګريز بريد وکړي چې موخې ته له رسېدو مخکې پوليسو دغه بريد شنډ کړ.))
د کورينو چارو وزارت وايي چې په دې اړه يې د دوو ښځو په ګډون څلور کسان نيولي دي.
login or register a new account.