ژبه

د رایو بیاشمېرنه د کمېشنرانو د اختلافاتو له امله پیل نه شوه

کابل (پژواک، ۱۴ لړم ۹۸): د ټاکنو خپلواک کمېسیون د غړو ترمنځ د اختلافاتو له امله نن د رایو د تفتیش او بیا شمېرنې بهیر پیل نه شو.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنر مولانا محمد عبدالله نن د ټاکنو کمېسیون په انګړ کې رسنیو ته وویل چې د رایو د بیاشمېرنې بهیر باید وروسته له هغه پیل شي چې له ټاکنیز وخته مخکې د ۱۰۲زره ډېرو او د ۱۳۷زرو ځنډول شوو رایو برخلیک معلوم شي.

هغه د قانون له مخې د رایو د بیاشمېرنې غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه: «څو چې د مرکز او ولایتونو په کچه د رایو د بیاشمېرنې عمومي او فرعي پلانونه د کمېسیون له خوا ترتیب او ونه منل شي، همدا راز محلونه ترتیب او تفکیک نه شي، د ستونزو ترڅنګ د رایو د بیا شمېرنې پیل به ستونزې راپید کړي.»

بلخوا د ټاکنو خپلواک کمېسیون کې یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخيستل شي وویل ټاکل شوې وه د رایو تفتیش او بیا شمېرنه نن په رسمي ډول پیل شي؛ خو د کمېشنرانو ترمنځ د اختلافاتو او ثبات او همپالنې ټېم د مخالفت له امله نن پیل نه شوه.

د ثبات او همپالنې د تېم استازي سمېع الله صمیم، ددې په یادولو چې تقلبي، بې بایو مټریکه او له وخته پرته رایې دوی ته د منلو وړ ندی، وویل چې لومړی باید له ټاکنیز وخته مخکې د ۱۰۲ زره ډېرو، د ۱۳۷ زرو ځنډول شوو او ۷۰ زره رایو بیاځلي انځورونو سونوشت معلوم شي.

نوموړي د ټاکنو خپلواک کمېسیون له غړو وغوښتل چې دغه بهیر په بې طرفانه ډول پرمخ یوسي او له قانون سره سم لایحه او د پرېکړې طرزالعمل جوړ کړي.

خو د ثبات او همپالنې ټېم یوه ناظر عبدالقادر هوتخېل وویل چې د درملوګ شرکت له ټاکنیز وخته خارج رایې، کم عمره او تکراري انځورونه له سیستم نه ايستلي او د هغه راپور یې له کمېسیون سره شریک کړی دی.

هوتخېل د رایو د بیاشمېرنې په اړه د مولانا عبدالله له نیوکې سره مخالفت وښود او ویې ویل چې کمېشنران باید منطقي خبرې وکړې او ملي پروسه له ستونزې سره مخ نه کړي.

همداراز نوموړي د ثبات او همپالنې پر ټېم نیوکه وکړه او ویې ویل، بدبختانه چې تل له یوې خوا فشار راوړل کېږي او ملي بهیر درول کېږي.

هغه څرګنده کړه: «وخت ضایع شوی دی؛ خو د ټاکنو خپلواک کمېسون نه دی توانېدلی له داخلي طرزالعمل سره سم خپل کار پر مخ بوځي.»

خو د ټاکنو کمېسیون مسوولينو په دې اړه له نظر ورکولو ډډه وکړه.

ټاکل شوې وه نن د رایو بیاشمېرنه رسماُ پیل شي خو د عبدالله عبدالله، رحمت الله نبیل او ګلبدین حکمتیار د ټاکنیزو ټېیمونو د مخالفت له امله دغه بهیر وځنډول شو.

login or register a new account.