ژبه

د ټاکنو کمیسیون: د نږدې  ۸۵۰۰ محلونو رای بیا شمیرنه او څیړل کیږي

کابل (پژواک، ۱۵ لړم ۹۸): په یوه سند کې پژواک ترلاسه کړی، په ډاګه شوې چې د ۸۴۹۴ محلونو رايې بیا شمېرل او څېړل کېږي.

د دغه سند پر بنسټ، هغه محلونه چې رايې یې بیا شمېرل او څېړل کېږي په لاندې ډول دي:

د کابل ولایت د ۱۱۹۷ محلونو، د ننګرهار ۸۴۱ محلونو، د کندهار ۷۸۳ محلونو، د پکتیا ۷۴۰ محلونو، د بغلان ۷۲۲ محلونو، د هلمند ۵۴۲ محلونو، د پکتیکا ۴۰۷ محلونو، د غزني ۴۰۲ محلونو، د خوست ۳۵۰ محلونو او د بدخشان د ۳۲۲ محلونو رايې بیا شمېرنې ته اړتیا لري.

د ټاکنو کمېسیون یوې باوري سرچینې د لړم په ۱۵مه پژواک ته وویل چې دواړه ټاکنیز کمېسیونونه غواړي په ګډه د رایو د بیا شمېرنې او څېړنې پروسه پر مخ بوځي او په دې برخه کې یې کار پیل کړی دي.

سرچینې زیاته کړه، د هغو محلونو چې رايې یې بیا شمېرل او څېړل کېږي، له ۸۴۹۴ محلونو څخه نه زیاتېږي او کېدای شي د کمېسیون له پرېکړې وروسته دا شمېره کمه شي.

د کمېسیون یوې بلې باوري سرچینې چې نه غواړي نوم يې څرګند شي، پژواک ته وویل، ۱۷۰۹ محلونه چې دوی ته د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون معرفي کړي، په یادو ۸۴۹۴ محلونو کې شامل دي.

یادې سرچینې په ډاګه کړه چې دغه شمېرې وروستۍ نه دي او تر اوسه د کمېسیون له خوا تصویب شوې هم نه دي، خو ممکن په شمېرو کې بدلونونه رامنځته شي.

له دې مخکې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کمېشنر سید قطب الدین رویدار ویلي وو چې د ټاکنو له کمېسیون یې غوښتي وو چې په ۲۳ ولایتونو کې د ۲۱۱۸ محلونو رایو بیا شمېرنه وکړي.

هغه زیاته کړې، له ۲۱۱۸ محلونو پرته ځیني نور محلونه هم بیاشمېرنې او څېړنې ته اړتیا لري چې له همدې امله د هغو محلونو چې رايې یې بیا شمېرلو او څېړنو ته اړتیا لري، شمېره یې لوړه شوه.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون سند چې پژواک ترلاسه کړی، په کې ښودل شوي چې په ۲۳ ولایتونو کې ۲۱۱۸ محلونه بیا شمېرنې ته اړتیا لري. د دغه سند له مخې د لاندې ولایتونو رايې بیا شمېرنې ته اړتیا لري:

د بغلان ۳۷۲، د هلمند ۳۱۷، د غور ۲۰۷، د کندهار ۱۸۹، د ننګرهار ۱۸۶، د خوست ۱۷۹، د کاپیسا ۱۲۳، د فاریاب ۱۰۴، د کندوز ۸۱ او د پکتیا ۷۳ محلونه بیا شمېرنې ته اړتیا لري.

دغه راز د زابل ۶۶، د نیمزو ۳۵، د فراه ۳۰، د پکتیکا ۲۶، د لوګر ۲۲، د نورستان ۲۲، د تخار ۱۷، د سرپل ۹، د اروزګان ۷، د سمنګان ۴، د بامیان ۳ او د بدخشان ۲ محله بیا شمېرل کېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع