کندوز- لښکرګاه (پژواک، ٥ لېندۍ ٩٨): امنيتي مسوولين وايي چې په کندوز او هلمند ولايتونو کې ٣٩ وسله وال طالبان وژل شوي او اتو پوليسو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
په کندوز کې يوې امنيتي سرچينې د لېندۍ په پنځمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د کندوز ښار په قهوه خانې سيمه کې د پوليسو پر پوستې بريد وکړ.
هغه وايي چې په دغه بريد کې يو پوليس وژل شوى او اووه نور ټپيان شوي دي.
سرچينه زياتوي چې په دې جګړه کې شپږو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه راز د کندوز د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر له لوري په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي چې تېره شپه طالبانو په قهوه خانې سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر پوستې بريد کړى چې له کلک مقاومت سره مخ شوي دي.
خبرپاڼه کې راغلي چې په دې جګړه کې ١٢ وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.
بل لور ته وسله وال طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې طالبانو تېره شپه د کندوز ښار په قهوه خانې سيمه کې د حکومتي ځواکونو پر پوستې بريد کړى دى.
هغه وايي چې په دغه بريد کې اته حکومتي سرتېري وژل شوي، يو شمېر نور ټپيان شوي، وسلې او مهمات يې د طالبانو لاس ته ورغلي دي.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې ٣٣ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو د لومړۍ لوا قوماندان بريد جنرال حکم خان کريمي پژواک خبري اژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونو له تېرو لسو ورځو راهيسې د مارجې ولسوالۍ په لویه څلورلاره، د وکیل وزیر څلورلاره، علیزي څلورلاره او د ولسوالۍ په مرکز کې عمليات ترسره کړي او دغه سيمې یې له طالبانو نيولې دي.
د نوموړي په وينا، په دې جګړه کې تر اوسه ٢٧ وسله وال طالبان وژل شوي او اووه نور ټپيان شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن