کابل (پژواک، ٦ لېندۍ ٩٨): د پوهنې وزارت وايي، خصوصي ښوونځي د قرباني شوو امنیتي- دفاعي ځواکونو بچیانو او د بېوزلۍ له امله له ښوونځي پاتې ماشومانو ته وړیا ښوونیز خدمتونه وړاندې کوي.
د ياد وزارت له خوا د لېندۍ په ٦مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دا پرېکړه د پوهنې وزارت مشرتابه په هڅو د شهید شوو افغان امنیتي ځواکونو بچیانو او له ښوونځي څخه پاتې ماشومانو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو لپاره نیول شوې ده.
د پوهنې وزارت ویاندې نوریه نزهت ويلي، په راتلونکي ۱۳۹۹ لمریز کال کې د هغو امنیتي ځواکونو اولادونو لپاره چې اوسمهال د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې دنده ترسره کوي، هغوی ته له ۱۰ څخه تر ۵۰ سلنه تخفیف او د واټونو ماشومانو او د هغو امنیتي- دفاعي ځواکونو ماشومانو لپاره چې د امنیت راوستلو او ټینګولو په لاره کې شهیدان شوي، د ښوونیز کال له پیل څخه تر پایه پورې ورته وړیا ښوونیز خدمتونه وړاندې کېږي.
د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، اوسمهال په کابل ښار کې خصوصي موسسو د هغو ماشومانو شمېر چې په ۱۳۹۹ لمریز کال کې کولای شي تر خپل پوښښ لاندې یې راولي، په ګوته کړی دی او په پام کې ده چې د روان کال تر پای پورې به د هغو ماشومانو شمېر چې په ۱۳۹۹ لمریز کال کې په ۳۴ ولایتونو کې تر خپل پوښښ لاندې راولي، مشخص یې کړي.
سرچينې ويلي، په ۱۳۹۹ لمریز کال د ۱۰۸۱ ماشوم په شمول د (امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو ماشومانو او د بېوزلۍ له امله له ښوونځیو څخه پاتې ماشومان لپاره وړیا روزنیز خدمات وړاندې کېږي.
ياد وزارت زياته کړې، دا مهال په ټول افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د امنیتي ستونزو، ننګونو، اقتصادي فقر او کلتوري خنډونو له امله له ښوونځي بې برخې پاتې دي او پوهنې وزارت هڅه کوي چې د نړیوالو بنسټونو او کورنیو موسسو، سوداګرو او شتمنو خلکو د همکارۍ له لارې له ښوونځي څخه پاتې ماشومانو د شمولیت زمینه برابره کړي.
login or register a new account.