ژبه

عبدالله: د شکايتونو کميسيون دې شکايتونه په دقت سره وڅېړي

کابل (پژواک د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٨): د ثبات او همپالنې ټاکنيزې ډلې مشر سربېره پردې چې ټينګار کوي، د خلکو د رايو له حقه به دفاع کوي، د ټاکنيزو شکايتونو له کميسيون وغوښتل چې شکايتونه په دقت سره وڅېړي.

دغه خبرې د دې ډلې مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د خپلو پلويانو په يوه غونډه کې نن ماخوستن وکړې.

د ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه ترسره شوې، خو د ستونزو له امله، لومړنۍ پایلې يې نن اعلان شوې. د دغو پایلو له مخې، محمد اشرف غني (۵۰،۶۴ سلنه) ۹۲۳۸۶۸ رایې او عبدالله عبدالله (۳۹،۵۲ سلنه) ۷۲۰۹۹۰ رایې ترلاسه کړې دي او د پاتې ۱۲ نوماندانو رایې له سل زره څخه لږ دي.

خو د عبدالله په مشرۍ ټاکنيزې ډلې په ګډون درېيو ټاکنیزو ټيمونو دغه پايلې نه مني.

ده وويل: "موږ د ټاکنو کميسيون ته فرصت ورکړ چې رايې بيا وشمېرې، پاکې رايې له ناپاکو بېلې کړي، خو کميسيون له درغلي کوونکو سره لاس يو کړ."

هغه زياته کړه، نننۍ اعلان شوې پايلې ابتدايي دي او تردې وروسته د ټاکنو يو بل مهم پړاو چې د شکايتونو څېړنه ده، پيلېږي چې د ټاکنيزو شکايتونو له کميسيون څخه يې غوښتنه دا ده چې ټول شکايتونه په دقت سره وڅېړې او بيا د طرزالعملونو او قانون په رڼا کې د هغو پايلې اعلان کړي.

خو دى وايي: "د پاکو رايو په اساس موږ د انتخاباتو وړونکي يو او تر دې وروسته درغلي کوونکي د حکومت کولو چانس نه لري. "

عبدالله وويل چې دوى به په ټول توان سره د خلکو د رايو له حقه دفاع وکړي.

بايد وويل شي چې نن ماښام مهال محمد اشرف غني په ارګ کې د خپلې بريا د نمانځلو ترڅنګ د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنيو پايلو د اعلان هرکلى وکړ.

login or register a new account.