کابل (پژواک ٧ مرغومى ٩٨): د لغمان مسوولين وايي، د کابل – جلال اباد په لويه لاره په قرغيو ولسوالۍ کې د موټرو د ټکر له امله ٤ تنه مړه او ١٥ نور ټپيان دي.
د والي وياند اسدالله دولتزى وايي چې د قرغيو ولسوالۍ اړوند د اورياخېلو د پمپ په سيمه نن شاوخوا درې نیمې بجې د دوو مارسیډیز ډوله موټرو د ټکر له امله دوه نارینه او دوه ښځې مړه شوي او د ۱۲ کوچنیانو په ګډون ۱۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
ده زياته کړه، د دغې پېښې ټول ټپیان په وخت نږدې روغتیایي مرکز ته انتقال شوي او له لومړنۍ درملنې وروسته یې ډېری رخصت شوي دي.
د هغه په وينا، پېښه د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځ ته شوې ده.
login or register a new account.