کابل (پژواک، ١٨ مرغومى ٩٨) : ولسمشر اشرف غني د ناټو د غوڅ ملاتړ سیستیکا برخې مسوولینو سره په کتنه کې د افغان نجونو د امنیتي عالي لېسې د ایجاد طرحه تائید کړه.
له ارګ څخه د مرغومي په ١٨مه، پژواک ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دغه کتنه کې لومړی د ناټو غوڅ ملاتړ سیستیکا برخې انکشافي مرستیال هندرسون د افغان نجونو امنیتي عالي لېسې په اړه چې ټاکل شوې، د مارشال محمد قسیم فهیم پوهنتون مجتمع کې ایجاد شي، معلومات ورکړل.
هندرسون زياته کړه، د افغان نجونو امنیتي عالي لېسې د ایجاد موخه په امنیتي او دفاعي بنسټونو کې د افغان ښځو او نجونو د حضور هڅونه ده.
ولسمشر غني د افغان نجونو امنیتي عالي لېسې د ایجاد طرحه وستایله او ويې ویل، په مرکز او ولایتونو کې افغان نجونو ته د روزنې د زمینو برابرول او روزنیز نظام نوي کول د حکومت له لومړیتوبونو څخه ګڼل کېږي.
د هغه په وينا، په څو وروستیو کلونو کې په هېواد کې د مسلکي ښوونځیو د ایجاد شاهدان وو چې افغان نجونو وکولای شول په تخصصي ډول زده کړې وکړي.
ولسمشر ټینګار وکړ، زده کړې ته د نجونو نه لاسرسی، د هېواد د ښوونیز نظام پر وړاندې عمده ننګونه ده چې د نجونو د مسلکي ښوونځیو په ایجاد سره به د ښځو د ودې او پیاوړتیا زمینه برابره شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن