کابل (پژواک، ٢٦ مرغومى ٩٨): د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي چې طالبانو د تاوتريخوالي کمولو په تړاو چمتووالى ښودلى دى.
نوموړي چې دا مهال د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په غونډه کې د ګډون په موخه په نيويارک کې دى، له خبريالانو سره خبرو کې د افغان سولې په پروسه کې د نوو پرمختګونو خبر ورکړى دى.
هغه دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې په دې وروستيو کې د طالبانو د مشرتابه له خوا د سولې لپاره څو ورځني تاوتريخوالي پر رضا کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير ویلي، د تاوتریخوالي کمښت په تړاو د طالبانو هوکړه د افغانستان سولې بهیر پر لور بل ګام دی.
قریشي په قطر کې د سولې خبرو ته په اشارې سره ویلي: «هلته د پام وړ پرمختګ شوی او طالبانو د تاوتریخوالي کمښت په تړاو چمتووالی ښودلی، زما په نظر دا د سولې هوکړې پر لور مهم ګام دی.»
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې هېواد یې په دې برخه کې خپل مسوولیت تر ډېره ادا کړی او د افغانستان ثبات د پاکستان د خلکو په ګټه دی.
هغه زیاته کړې ده: «زموږ غوښتنه دا ده چې ټوله سیمه د ثبات پر لور ولاړه شي او ګټه یې هم د افغانستان او هم د پاکستان خلکو ته وي.»
د يادونې ده، د امريکا او طالبانو ترمنځ دويم پړاو خبرې وروسته له هغه په قطر کې له ځنډ او خنډ سره مخ شوې چې طالبانو په بګرام کې د امريکا پر سترې پوځې اډې ډله ييز بريد وکړ.
له دغه بريد وروسته د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد له طالبانو وغوښتل چې له خپلو مشرانو سره د اوربند او تاوتريخوالي کمولو په اړه مشورې وکړي.
خليلزاد له تېرو څو ورځو راهيسې په قطر کې پروت دى، خو تر اوسه يې د طالبانو ځواب نه دى ترلاسه کړى.
login or register a new account.