ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سلګونو ځوانانو او عالمانو د دايمي اوربند او سولې غوښتنه وکړه

سلګونو ځوانانو او عالمانو د دايمي اوربند او سولې غوښتنه وکړه

author avatar
22 Jan 2020 - 14:44
سلګونو ځوانانو او عالمانو د دايمي اوربند او سولې غوښتنه وکړه
author avatar
22 Jan 2020 - 14:44

اسعداباد (پژواک، ٢ سلواغه ٩٨):  په کونړ کې سلګونو ځوانانو او ديني عالمانو د يوه سوله ييز لاريون په ترڅ کې له دولت او وسله والو طالبانو د دايمي اوربند او سولې غوښتنه وکړه.

دغه خلک نن (د سلواغې ٢مه) د کونړ په مرکز اسعد اباد ښار کې راټول شوي وو او د سولې او اوربند په ملاتړ يې شعارونه ورکول.

يوه لاریون کوونکي عبدالبصیر وویل: ((موږ نور جنګ نه غواړو، دایمي اوربند او سوله غواړو.))

نوموړي زیاته کړه چې جګړه د حل لار نه ده او باید د روان جنګ د پای ته رسېدو لپاره دواړه لوري مخامخ خبرې وکړي.

هغه زياته کړه، افغانان نور له جګړې ستړي او بېزاره دي، وسله وال دې خپل هدف ته د رسېدو لپاره د جنګ پر ځای د خبرو لار غوره کړي.

دیني عالم مولوي اجمل بيا له نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې د افغانستان په ګاونډيو هېوادونو دې فشار راولي څو د افغان سولې لپاره له افغان دولت سره مرسته او همکاري وکړي.

هغه زیاته کړه، په هېواد کې روانه جګړه نه کوم شرعي جواز لري او نه هم د افغانانو په ګټه ده، ده دغه روانه جګړه د پردیو استخباراتي کړیو کار وباله چې افغانان په خپلو کې په یوه او بل نامه سره جنګوي.

د مولوي ضیاالرحمن الله يار په نامه بل ديني عالم وويل، له دغه لاريون څخه يې موخه دا ده چې وسله وال طالبان، افغان حکومت، امریکا او نورې ښکېلې غاړې دې د سولې د راتګ لپاره پر يو بل د اعتماد او ډاډ لپاره لومړی دایمي اوربند وکړي څو د دایمي او باعزته سولې لپاره لار هواره شي.

نوموړي له نړیوالو غوښتنه وکړه چې په افغانستان روانه بې پایلې جګړه د هیچا په ګټه نه ده، نو په کار ده چې په افغانستان کې نوره دغه جګړه پای ته ورسوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.