کابل (پژواک ٦ سلواغه ٩٨): د کورنيو چارو وزارت وايي، د پنجشير امنيه قومندانۍ يې له دې امله له دندې ګوښه کړى چې د حسيب قواى مرکز په نيولو کې يې تعلل کړى دى.
په دې وروستيو کې د کابل ښار يو شمېر سوداګرو او هټۍوالو له هغوى څخه د حسيب قواى مرکز له خوا د باج اخيستنې له امله خپل دوکانونه وتړل. دوى وايي چې حسيب نومي شخص ترې هره مياشت په زرګونه ډالر باج اخيست.
د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي وايي، د پنجشېر امنیه قوماندانۍ ته له وړاندې دنده ورکړل شوې وه چې حسیب قوای مرکز ونیسي او قانون ته یې وسپاري.
خو ده زياته کړې، دا چې د پنجشېر امنیه قوماندان محمد اسحاق تمکين په دغه برخه کې تعلل کړی او جدي قانوني اجراءات یې نه دي کړي، هغه له دندې ګوښه او پر ځای یې د دغه ولایت د امنیت آمر عبدالواسع فراجي د سرپرست په توګه وټاکل شو.
د هغه په وينا، دا چې حسیب قوای مرکز په پنجشېر کې دی، نوي سرپرست امنیه قوماندان ته دنده ورکړل شوه چې ژر یې ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.
login or register a new account.