ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بدخشان کې د تنفسي ناروغیو له امله ۳۵ کسان مړه شوي

بدخشان کې د تنفسي ناروغیو له امله ۳۵ کسان مړه شوي

author avatar
16 Feb 2020 - 14:42
بدخشان کې د تنفسي ناروغیو له امله ۳۵ کسان مړه شوي
author avatar
16 Feb 2020 - 14:42

 

فیض اباد (پژواک، ۲۷ سلواغه ۹۸): د بدخشان د عامې روغتیار ریاست مسوولین د یاد ولایت په واخان ولسوالۍ کې د تنفسي ناروغیو له امله د ۳۵ کسانو د مړینې خبر ورکوي، خو د سیمې اوسېدونکي دغه شمېر تر ۶۰ کسانو ډېر بولي.

د بدخشان د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکتر نوشین ګهر کریمي پژواک خبري اژانس ته وویل چې له دوو میاشتو راهیسې د سړې هوا له امله ۳۵ کسان چې ښځې، ماشومان او د پاخه عمر لرونکي کسان په کې شامل دي، د نفس تنګۍ (سینه- بغل) ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

هغه وویل چې تېره اوونۍ دوه ټيمونه له اړتیا وړ درملو سره د واخان ولسوالۍ ته استول شوي چې اوس مهال وضعیت تر کنټرول لاندې دی.

نوموړي زیاته کړه، هغه پروپاګند چې ګواکې یاد کسان د کرونا ناروغۍ له امله مړه شوي، واقعیت نه لري او د استول شوي روغتیایي ټيم څېړنې ښیي چې دغو کسانو د تنفسي ستونزو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

خو د سیمې اوسېدونکي او د بدخشان د ولایتي شورا مرستیال د مېرمن نوشین خبرې ردوي او وایي چې تلفات دوه برابره دي او د عامې روغتیا ریاست دغه ولسوالۍ ته د ټېم په استولو کې په ناغیړۍ تورنوي.

د بدخشان د ولایتي شورا مرستایل طلب الدین قادري پژواک ته وویل چې د عامې روغتیا ریاست له خوا خپاره شوي معلومات واقعیت نه لري، په حقیقت کې د تنفسي نارغیو له امله تر ۶۰ ډېر کسان مړه شوي دي.

هغه زیاته کړه: «له بده مرغه چې د بدخشان د عامې روغتیار ریاست یادې ولسوالۍ ته د ټېم په استولو کې ناغېړي کړې ده، د دوو میاشتو په تېردېدو او ۶۰ کسانو ژوند له لاسه ورکولو وروسته هغه ولسوالۍ ته دوه روغتیایي ټېمونه واستول شول.»

هغه وویل چې هر کال په واخان ولسوالۍ کې ډېر شمېر ښځې او نران د نفس تنګي ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه وکوي؛ ځکه د دې ترڅنګ چې روغتیایي مرکزونه د اوسېدو له سیمو لرې دي، کافۍ روغتیایي درمل هم په روغتونو کې موجود نه وي.

هغه زیاته کړه: «زه چې په واخان ولسوالۍ کې پیدا شوي یم، تر اوسه مې نه دي لیدلي چې سړی یا ښځه دې په پنډکس یا ولادي ناروغۍ اخته شوي وي، له هغې ولسوالۍ څخه د ولایت مرکز ته د درملنې په موخه لیږل شوي وي. له بده مرغه همالته یې ژوند له لاسه ورکړی؛ ځکه چې د واخان ولسوالۍ له مرکز څخه شاوخوا ۴۰۰ کیلومتره فاصله لري.»

مونوړي د عامې روغتیا له ریاسته وغوښتل چې په دې ولسوالۍ کې د روغتیایي کلینیکونو په برخه کې اقدامات وکړي.

د واخان د ګاز خان کلي یوه اوسېدونکي پژواک ته وویل چې په تېرو دوو میاشتو کې د یادې ولسوالۍ لسګونه اوسېدونکي په نفس تنګۍ ناروغۍ اخته شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.