کابل (پژواک، ۱۳ کب ٩٨): طالبانو له تېرې ورځې راهیسې په بېلابېلو ولایتونو کې۳۶ بریدونه تر سره کړي او دغو بریدونو هغه خلک ناهیلي کړي چې تمه یې کوله اورکم به په اوربند او دوامداره سولې بدل شي.
امریکا او طالبانو د سولې له اوږدو خبرو وروسته په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو په موخه د کب میاشتې په لسمه په قطر کې د سولې هوکړه لاسلیک کړه. ټاکل شوې د دغه تړون له مخې د کب په شلمه د سولې بین الافغاني خبرې پیل شي.
د یادې هوکړې له لاسلیک یوه اوونۍ مخکې «اورکم» اعلان شو چې له مخې، یې ښکېلو غاړو پر یو بل بریدونه کم کړل.
د پژواک د یو خبر له مخې، د «اورکم» په اوونۍ کې د پخوا په پرتله د بریدونو شمېر ۹۵ سلنه کم شوی و، خو طالبانو له تېرې ورځې راهیسې بیا بریدونه ډېر کړي دي.
د طالبانو پر وېبپاڼه د خپرو شویو خبرونو له مخې، دغې ډلې تېره ورځ او نن له غرمې وروسته تر شاوخوا دوو نیمو بجو په زابل، هرات، کندهار، فراه او هلمند ولایتونو کې ۳۶ بیلا بیل بریدونه کړي دي.
له دغو بریدونو څخه ۲۲ په هلمند، نهه په کندهار، درې په هرات او یو، یو برید په فراه او زابل ولایتونو کې شوي او له امله یې د دولتي ځواکونو ۷۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
طالبانو ویلي چې په دغو بریدونو کې له دولتي ځواکونو څخه ۳۱ تنه وژل شوي او دوه ټپیان دي.
دغه راز هغوی د جزییاتو له ورکولو پرته ویلي چې په یادو بریدونو کې ۲۶ تنه «ویشتل شوي» او ۱۱ نورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د طالبانو له ویاند ذبیح الله مجاهد سره مو د برېښنالیک له لارې په دې اړه چې ولې یې د خلکو د تمې خلاف بیا بریدونه پیل کړي، اړیکه ټینګه کړه، خو تر اوسه (له غرمې وروسته څلور بجې) یې ځواب نه دی ویلی.
دغه راز د دولت وسله والو مخالفینو له تېرې ورځې راهیسې په سرپل او جوزجان کې پر دولتي ځواکونو بریدونه کړي چې له امله یې له دولتي ځواکونو شپږ تنه وژل شوي او نهه نور ټپیان دي.
د دغو بریدونو مسوولیت چا نه دى منلى.
له تېرې ورځې راهیسې تر سره شویو بریدونو سولې ته هیله من خلک ناهیلي کړي دي.
login or register a new account.