ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات په اسلام کلا کې کډوال د موټرو له لوړې کرایې شکایت کوي

د هرات په اسلام کلا کې کډوال د موټرو له لوړې کرایې شکایت کوي

author avatar
16 Mar 2020 - 16:24
د هرات په اسلام کلا کې کډوال د موټرو له لوړې کرایې شکایت کوي
author avatar
16 Mar 2020 - 16:24

هرات (پژواک، ۲۶ کب ۹۸): د هرات په اسلام کلا بندر کې له ایرانه د کډوالو د بېرته راستنېدو د زیاتوالي له امله د مسافر وړونکو موټرو کرایه په بې ساري ډول لوړه شوې ده.

د هرات د کډوالو او راستنېدوکو چارو ریاست مسوولین او یو شمېر کډوال د مسافر وړونکو موټرو د کرایې لوړوالي اندېښمن کړي دي.

د هرات د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس جاوېد نادم نن پژواک ته وویل چې د اسلام کلا له بندر څخه هره ورځ د لس زره کډوالو په راتلو، له دغه بندره تر هرات ښاره د مسافر وړونکو موټرو کرایه او له ښاره تر نورو ولایتونو څو برابره لوړه شوې ده.

د نادم په خبره، د کرونا ویروس له خپراوي مخکې د اسلام کلا له مرزه تر هرات ښاره، د هر مسافر کرایه ۱۵۰ افغانۍ وه؛ خو په وروستیو کې تر ۸۰۰ افغانۍ پورې هم موټر نه پیدا کېږي.

نوموړي ښکاره کړه: «له بده مرغه هغه ستونزه چې په دې ورځو کې د کډوالو د انتقال لپاره رامنځته شوې، د انتقالوونکو وسایلو کموالی دی، د اسلام کلا په هره صفري نقطه او هم په هرات ښار کې خصوصي سکټورونو کرایې په بې ساري ډول لوړې کړې چې د کډالو په وس نه دي پوره.»

یوشمېر راستنېدونکي کډوال هم د مسافر وړونکو موټرو د کرایو له لوړېدو او موټرو کموالي له امله اندېښمن دي.

له کډوالو څخه یوه کس محمد رضا چې د بامیان اوسېدونی دی، نن له ایرانه هرات ته راغلی دی.

هغه پژواک ته وویل: «موږ په ایران کې وو او ایران ډېر خطرناک شوی، وېرېدو چې په کرونا اخته نه شو، افغانستان ته راغلو، له بده مرغه د اسلام کلا په بندر کې موټر نه پیدا کېدل او که موټر هم وو، کرایه یې له ۸۰۰ تر ۱۰۰۰ افغانۍ وه.»

د دایکنډي ولایت اوسېدونکی محمد تېره ورځ له ایرانه هرات ښار ته راغلی دی.

هغه هم د موټرو له لوړې کرایې اندېښنه وښوده او پژواک ته یې وویل: «زه تېر ماښام د اسلام کلا له مرزه راغلم، موټر نه پیدا کېده او اوس مې هم د ۳۰۳ موټر ټکټ اخیستی چې نن شپه خپل ولایت ته لاړ شم، کرایې بېخي ډېرې دي او ما په ۱۶ سوه افغانۍ د موټر ټکټ واخیست.»

د هرات والي عبدالقیوم رحیمي هم په دغه ولایت کې د مسافر وړونکو موټرو د کرایې لوړوالی تایید کړ او وویل، په بېړنیو حالاتو کې داسې ستونزې رامنځته کېږي.

هغه وویل: «له سوداګرو زما غوښتنه دا ده چې کرایې د له ۲۰۰ افغانۍ څخه په یوه وار ۱۲۰۰ افغانۍ ته نه لوړي، کله چې په بیړني حالت کې یو، دا ډول ستونزې رامنځته کېږي او جنجال یې ډېرېږي، له همدې امله مو له سیاسیونو او مرکز څخه غوښتنه دا ده چې دغه موضوع جدي ونیسي او دا موضوع ساده نه ده، موږ د خوړو توکو، درملو، او ټولو لومړنیو امکاناتو تو اړتیا لرو چې وکولای شو دغه ستونزه حل کړو.»

هڅه مو وکړه څو په دې اړه د هرات د ترانسپورټ او مسافر وړونکو موټر چلوونکو نظر هم له ځان سره ولرو، خو بریالي نه شوو.

د مسافر وړونکو موټرو د کرایو د لوړوالي اندېښنې په داسې حال کې دي چې دوې ورځې وړاندې د هرات والي ویلي وو چې تر اوسه د کرونا ویروس د مخنیو لپاره له ځانګړو شوو پیسو څخه یوه افغانۍ هم هرات ولایت ته نه ده استول شوې او سیمه ییزې ادارې په پور او سوال روغتیایي امکانات برابرکړي دي.

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.