کابل (پژواک، ۱۹ وری ۹۹): ځینې سرچینې وایي، امریکا کې د افغانستان سفارت کې د بهرنیو چارو وزارت د پرېکړې خلاف، پنځه تنه پر دندو ګومارل شوي او یو تن له دندې لرې شوی دی، خو هلته افغان سفیره رویا رحماني وايي، دغه کار یې د وزارت په امر کړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت په یو مکتوب کې راغلي چې د دغه وزارت له امر پرته د تېر کال د سلواغې له لومړۍ نېټې تر نوي امر پورې د افغانستان په سفارتونو او ټولو قونسلګریو کې نوې ګومارنې، تبدیلۍ، لرې کول او د ډېپلوماتانو په خدمتي ډول ټاکل ځنډول شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن