ژبه

په بلخ ولایت کې د کرونا څلورم ناروغ هم مړ شو

کابل (پژواک، ۲۰ وری ۹۹) : د بلخ ولایت د عامې روغتیا ریاست وایې چې د کرونا ویروس یو بل ناروغ هم مړ شوی دی.

د عامې روغتیا ریاست د ساري ناروغیو د څانګې مسوول فهیم شریفیار د وري په ۲۰مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې مړ شوی تن ۵۲ کاله عمر درلود او د مزار شریف  د شپږمې ناحیې اوسیدونکی و.

هغه زیاته کړه، چې دا  ناروغ له تیرو دریو ورځو راهیسې د کرونا ددرملنې په مرکز کې بستر و، خو د خراب روغتیایي حالت او د ساه لنډۍ د ستونزې له امله نن سهار مړ شوی دی.

شریفیار وایي چې دغه ناروغ مړ کیدو سره په دې ولایت کې له کرونا ناروغانو د مړو شویو شمیره په دې ولایت کې څلورو تنو ته ورسیده.

ویل کیږي چې مړ شوی تن د فاریاب ولایت د مرکز میمنې ښار اوسیدونکی و او تیره شپه یې له خپلوانو سره په تماس کې د ډاکټرانو له بې غورۍ او د امکاناتو له نشتوالی شکایت کړی و.

د یادونې وړ ده، چې په هیواد کې ۴۲۳ کسان پر کرونا ویروس اخته او ۱۵ تنه مړه شوي، چې ډیری مړي په هرات، کابل بلخ او ننګرهار ولایتونو کې دي.

login or register a new account.