ژبه

امارات هوایي شرکت افغانستان ته الوتنې پیلوي

کابل (پژواک، ۲۶ وری ۹۹) : د متحده عربي اماراتو هوایي شرکت ( امارات ) اعلان کړی چې د یو شمیر نورو هیوادونو ترڅنګ افغانستان ته هم الوتنې پیلوي.

بلخوا د هندوستان حکومت اعلان کړی دی چې د افغانستان په ګډون یو شمیر هیوادونو ته د الوتنو د  بندیز پریکړه یې دوو نورو اونیولپاره غځولې ده.

د یادونې وړ ده، د کرونا ویروس د خپریدود مخنیوي په موخه له تیرو دریو اوونیو راهیسې افغانستان ته ټولې نړیوالې الوتنې بندې شوې وې، خو افغان شرکتونو په بیړنیو حالاتو کې په ځینو هیوادونو کې بند پاتې شوي افغانان په وقفه یي ډول ولیږدول.

په دوبۍ کې د اماراتو هوایي شرکت د مرکزي دفتر لخوا د وري په ۲مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ، غواړي چې د افغانستان په ګډون یو شمیر هیوادونو ته بیرته خپلې الوتنې پیل کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ددوی تازه پیلیدونکو فعالیتونو او الوتنو سره به په اړوندو هیوادونو کې بند پاتې شوي خلک وکولی شي خپلو هیوادونو ته ستانه شي.

دغه شرکت ویلي چې مسافرین باید ټول روغتیایي او وقایوي اقدامات ولری اود خپلو هیوادونو او د تلونکو هیوادونو قوانین او مقررات په نظر کې ولري.

بلخوا د هندوستان حکومت اعلان کړي چې د راتلونکې می میاشتې تر دریمه پورې به ددغه هیواد ټول محلي او نړیوالې الوتنې بندې وي.

خو د افغانستان خصوصي هوایی شرکت کام ایر اعلان کړی چې په روانه اونۍ کې اسلام اباد ترکیې ته الوتنې لري او له هغو  هیوادونو به مسافر ولیږدوي.

login or register a new account.