کابل( پژواک، ۲۷ وری ۹۹): د ولسي جرګې ځینې غړي وایي، غني او عبدالله ته دې لس ورځې وخت ورکړل شي تر څو ټاکنیز اختلافونه حل کړي او که دا کار ونه کړي، ولسي جرګه دې د ټاکنو پایلې باطلې کړي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د تېر کال د تلې په شپږمه د ولسمشرۍ د تر سره شویو ټاکنو د پایلو له مخې، محمد اشرف غني ولسمشر اعلان کړ، خو بل مخکښ نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله دغه پرېکړه ونه منله او ځان یې ولسمشر اعلان کړ. له همدې امله تر اوسه د دغو دوو ټاکنیزو ډلو تر منځ اختلافونه دوام لري.
د امریکا متحده ایالتونو هڅه وکړه چې د غني او عبدالله تر منځ اختلاف حل کړي، خو مثبت پایله یې نه لرله. امریکا له همدې امله له افغانستان سره د خپلو کلنیو مرستو یو میلیارد ډالره کم کړل.
د ولسي جرګې غړو نن د دغې جرګې په ناسته کې پر دې اړه بحثونه وکړل او غوښتنه یې وکړه چې ټاکنیز اختلافونه دې ژر حل شي.
په دغه جرګه کې د کابل د خلکو استازي غلام حسین ناصري د غني او عبدالله پر اختلاف نیوکه وکړه، ویې ویل:"حکومت لرو، خو مسوول حکومت نه لرو، ملي حاکمیت نه لرو، ځکه چې امریکا او طالبان قطر کې سره کیني او د افغانستان د راتلونکې په اړه پرېکړې کوي."
د هغه په وینا، د دغه وضعیت دوام د هېواد په ګته نه دی او باید ټاکنیز اختلافونه پای ته ورسول شي.
ده د جرګو غړو ته په خطاب کې زیاته کړه چې "د قدرت مدعیانو" ته دې لس ورځې وخت ورکړل شي، تر څو په هر ډول چې کېدای شي خپل اختلافونه پای ته ورسوی؛ او که داسې ونه کړي نو ولسي جرګه باید د ټاکنو پایلې باطلې اعلان کړي.
په دغه جرګه کې د میدان وردګو د خلکو استازي مهدي راسخ د ناصري څرګندونې تایید کړې او ویې ویل، ولسي جرګه د قانون له مخې دنده لري چې د دوو یادو ټاکنیزو ډلو تر منځ د ستونزې د پای ته رسولو لپاره ګام پورته کړي.
د هغه په وینا، که جرګه په دې اړه اقدام ونه کړي او اختلافونه حل نه شي، افغانستان په نړیواله کچه خپل اعتبار او د نړیوالې ټولنې ملاتړ له لاسه ورکوي.
په یاده جرګه کې د تخار د خلکو استازي حمیدالله یلداش ټاکنیزو ستونزو ته اشاره وکړه، ویې ویل، اته میاشتې کیږی چې افغانستان له ډېرو ستونزو سره مخ شوی دی.
ده هم د غنی او عبدالله تر منځ د اختلاف پر حل ټینګار وکړ، ویې ویل چې سیاسي مشران باید د شخصي ګټو پر ځای د ملي ګټو لپاره کار وکړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP