کابل (پژواک، ۲۹ وری ۹۹) : ۲۰۱ سیلاب قول اردو وایي چې په ننګرهار ولایت کې د ملي اردو د یوه افسر د وژلو په تور شپږ نور افسران او سرتیري نیول شوي دي.
د یادې قول اردو لخوا نن د وري په ۲۹مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې بریدمل محمد اسحاق د روانې میاشتې په پنځمه نیټه د څلورمې پلې لوا د لومړي کنډک په قرارګاه کې چې په خوږیاڼو ولسوالۍ کې موقعیت لري، د خپلو ملګرو له لوري وژل شوی.
سرچینې زیاته کړې، د یادې قضیې په تړاو شپږ تنه شکمن منسوبین چې ( یوتن افسر ، څلورتنه بریدملان او یو تن سرتیری) دي، نیول شوي او جنایي تحقیقات ترې پیل شوي.
د قول اردو په خپرپاڼه کې راغلي چې ډير ژر به د يادې قضيې په تړاو علنی محکمه ترسره شي چې د وژل شوي کورنۍ او نور مسوولین به هم ورته را وبلل شي .
login or register a new account.