ژبه

د عامې روغتیا وزارت یو ځل بیا په سروبي کې له کرونا دډیرو کسانو مړینه رد کړه

کابل (پژواک، د غویي لومړۍ نیټه۹۹) : د عامې روغتیا وزارت یوځل بیا د کابل په سروبي ولسوالۍ کې له کرونا ناروغۍ د لسګونو کسانو د مړینې راپورونه رد کړل.

له پرون راهیسې یو ځل بیا په ټولنیزو شبکې داسې راپورونه خپاره شوي چې ګوندې په سروبي کې له کرونا ویروس څخه ۴۰ کسان مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت سلاکار وحیدالله مایار د غویي په لومړۍ نیټه، پژواک اژانس ته وویل چې پخپله د کابل د عامې روغتیا د رییس په ګډون ددوی ټیم سروبي ولسوالۍ ته سفر وکړ او د یادو راپورونو او اوازو په اړه یې له نږدې څخه پلټنې وکړې.

ده زیاته کړه : (( کله چې ټیم بیرته ستون شو، ما پخپله ورسره خبرې وکړې، هلته په سروبي کې هیڅوک حاضر نه شول چې دا ثابت کړی چې ګوندې هلته ۴۰ تنه مړه شوي وی))

د هغه په وینا، که چیرې په یوه ولسوالۍ کې دومره ډیر کسان مړه شوي، نو له دې معلومیږي، چې دا ویروس ډیره خپره شوې او په نورو سیمو کې یې هم تلفات اړول، خو داسې نه ده.

مایار وایی چې په سروبي کې یې ۲۰ بستره فعاله کړي، هلته قوي ټیمونه شته، سرویلانس ټیم هلته شته، هلته ټول ممکن اقدامات شوي دي، نور امکانات ورکول کیږي.

د عامې روغتیا وزارت وایی چې افغانستان هم لکه د نړۍ په څیر د بحران په حالت کې دی، لکه څنګه چې نوره نړۍ زیانمنه شوې افغانستان هم زیانمن شوی دی.

سرچینه وایي چې په سروبي کې ۸ مثبتې پيښې ثبت او درې تنه مړه شوي دي.

 د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې هم د کرونا ویروس په تیزۍ سره د خپریدو په حال کې ده، تر اوسه ۹۹۷ کسان پرې اخته، ۳۳  تنه مړه او ۱۳۱ تنه بیرته روغ شوي دي.

login or register a new account.