کابل (پژواک، ۱۳ غویی ۹۹) : د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی عارف وزیر چې پرون په یوه وسله وال برید کې سخت ټپي شوی و، په روغتون کې یې ساه ورکړې ده.
د غورځنګ مرکزي مشر او د عارف وزیر د تره زوی علي وزیر د غویي په ۱۲مه،په یوه غږیز پیغام کې ویلي، چې پر عارف تېره ورځ مازیګر د سوېلي وزیرستان په مرکز واڼه کې وسله والو کسانو برید کړی و.
هغه زیاته کړه، چې په دې برید کې هغه سخت ټپي شو ،لومړی په ځایي روغتون او بیا وروسته اسلام اباد ته ولېږدول شو.
دی وایي چې د سختو ټپونو له امله هغه نن سهار په روغتون کې ساه ورکړه.
علي وزیر له خپلو پلویانو غوښتي چې له تاوتریخوالي څخه کار وانخلي او د غورځنګ د مشرتابه لارښوونو ته دې منتظر واوسي.
د غورځنګ بله غړې وړانګې لوڼۍ ویلي چې دا برید د حکومت پلوه ځایی وسله والو طالبانو له خوا ترسره شوی دی.
د عارف وزیر وژنه په پراخه کچه غندل شوې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن