کابل (پژواک، ۱۳ غویی ۹۹) : په افغانستان کې امریکایي ځواکونه وایي چې د ټولې نړۍ له غوښتنو سره سره بیا هم طالبان تاوتریخوالی نه کموي، خو که تاوتریخوالي ته ادامه ورکړي له ځواب سره به مخ شي.
دا څرګندونې د امریکایي ځواکونو ویاند ډګرمن سوني لګیټ دطالبانو دویاند د هغو نیوکو په ځواب کې کړي چې پر جنرال سکاټ مېلر یې کړې وې.
په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو لوی قوماندان جنرال سکاټ مېلر تېره اوونۍ په کابل کې د ځانګړو ځواکونو قول اردو څخه د لیدنې پر مهال له طالبانو غوښتي وو، چې تاوتریخوالی کم کړي او ګواښ یې کړی چې د نه کمولو په صورت کې به له ورته ځواب سره مخامخ شي.
هغه زیاته کړې وه : ((د سولې پروسه کې دا زموږ دټولو مسوولیت دی چې تاوتریخوالی کم شي ، که چېرې تاسو تاوتریخوالی کم کړئ، نو سیاسي پروسې ته چانس ورکول کیږي چې پرمخ ولاړه شي.))
جنرال مېلر طالبانو ته ویلي و، که چېرې تاسو تاوتریخوالی کم نه کړئ او خپلو بریدونو ته ادامه ورکړئ، نو له بل مقابل لوري د څه ډول غبرګون تمه لرئ؟
د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد جنرال مېلر ته ددغو څرګندونو ځواب ورکړی او ویلي یې و، چې دغه ډول څرګندونې د سولې پروسه زیانمنوي.
مجاهد په یوه لیکنه کې پوښتنه کړې وه، چې د جنرال مېلر دغه څرګندونې د سولې که دجګړې پیغام لري?
خو د امریکایي ځواکونو ویاند ډګرمن سوني لګیټ د غویي په ۱۳مه، په ټولنیزه شبکه ټویټر کې د طالبانو دواړو ویاندویانو سهیل شاهین او ذبیح الله مجاهد ته تفصیلي ځواب ورکړی دی.
هغه لیکلي : (( ذبیح! موږ درته وړاندیز کوو، چې لومړی د جنرال مېلر خبرې او الفاظ په دقیقه توګه واوره ، مه یې تاووه، موږ پوهیږو چې د جنرال مېلر یادې څرګندونې افغانانو ته څومره ارزښت او اهمیت لري ، دا ډېره مهمه ده چې دهغه خبرې په سمه توګه وژباړل شي.))
ډګرمن سوني دطالبانو ویاندویانو ته ویلي، ستاسو مشران کله چې جنرال مېلر سره په قطر کې ګوري، هغوی پوهیږي چې جنرال مېلر څه ویل غواړي ، ځکه چې هغه په دوامداره توګه همدا ډول څرګندونې له هغوی سره په ناستو کې کړې دي .))
د نوموړي په وینا، اوس د افغانستان او افغانانو لپاره یو ښه چانس په لاس ورغلی چې ټول په یوه خوله سوله غواړي.
د امریکایي ځواکونو ویاند ویلي، کېدای شي د سولې لاره اوږده او سخته وي، خو دټولو خواوو نظاميان د سولې لپاره د شرایطو برابرولو ته باید مهم رول ولوبوي.
ده زیاته کړې، د تاوتریخوالي کمول ډېره اړینه ده، دا اوس پوځي مشرانو، افغان ځواکونو، طالب وسله والو او نړیوالو ځواکونو پورې تړاو لري، کله چې یو لوری برید کوي، بل لوري ته د برید لاره هواروي. خو کنټرول او حوصله بل لوري ته هم دا چانس ورکوي.
د هغه په وینا، ټولې خواوې باید له حوصلې کار واخلي څو د نورو وژنو او تاوریخوالي مخه ونیول شي، خو کله چې تاوتریخوالی کم نه شي، بیا هم ځواب ورکول کیږي.
ډګرمن سوني ویلي چې د افغان حکومت او طالبانو له خوا د بندیانو د خوشې کولو پروسه باید ګړندۍ شي، څو د کرونا پر وړاندې سمه مبارزه او بین الافغاني مذاکراتو ته لاره هواره شي.
نوموړي زیاته کړې چې نړیوالې ټولنې پر افغان حکومت غږ کړی چې سیاسي اختلافات ډډې ته کړي او د بین الافغاني مذاکراتو پروسه پیل کړي.
د امریکایي ځواکونو ویاند ویلي، د قطر تر تړون وروسته افغانانو هیله درلوده چې دا څلوېښته کلنه جګړه او شخړه پای ته ورسیږي، خو د تاوتریخوالي کمېدو پر ځای زیاته شوه.
هغه وایي، د تړون له مخې، په لویو ښارونو او نړیوالو ځواکونو بریدونه کم شوي، خو له ټولو خواوو سره د خبرو او ژمنو له مخې، باید تاوتریخوالی په ټولو سیمو کې ۸۰ سلنه کم شوی وای.
ده زیاته کړې : (( د قطر په تړون کې موږ ژمنه کړې چې له افغان امنیتي ځواکونو سره همکاري کوو او د اړتیا پر مهال به له افغانانو دفاع کوو. ))
ډګرمن سوني وایي : (( موږ خپل مسوولیتونه جدي نیسو، زه افغانانو ته ډاډ ورکوم چې جنرال مېلر دا ترلاسه شوی چانس جدي نیسی، موږ د اوسني افغانستان لپاره سخت کار کړی دی.))
د هغه په وینا، له کله راهیسې چې د تاوتریخوالي کمولو پروسه پیل شوې وه، تر ننه پورې امریکایي ځواکونو له خپل اړخه هیڅ یرغلیز برید او عملیات نه دي ترسره کړي.
دامریکایي ځواکونو ویاند وایي چې ټولې نړۍ له طالبانو غوښتي چې د خپلو افغانانو او کرونا سره د مبارزې لپاره اوربند وکړي او تاوتریخوالی کم کړي .
ده زیاته کړې، د جنرال مېلر څرګندونې د جګړې ګواښ نه و، د سولې لپاره هیله مندي وه او له طالبانو یې غوښتي و، چې که اوس تاوتریخوالی کم نه کړي،نو دوامداره کېدل به یې د سیاسي پروسې پر وړاندې خنډ پیدا کړي.
طالبانو تر اوسه ددې څرګندونو ځواب نه دی ورکړی.