ژبه

په نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر درې نیم میلیون کسانو ته ورسېد

کابل (پژواک، ۱۴ غویی ۹۹) : د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېره درې نیم میلیونه کسانو ته رسېدلې چې یو پر درې برخه یې یواځې په امریکا کې ده. 

د کرونا ويروس چې شاوخوا څلور میاشتې مخکې لومړى د چين په اووهان ښار کې پیدا شو، اوس د نړۍ په شاوخوا ۲۰۰ هېوادونو کې خپور شوى دى.

په لومړيو مياشتو کې پر دې ناروغۍ تر ټولو زيات چينايان اخته او مړه شول، خو اوس دا ناروغي په چين کې کنټرول شوې، خو په اروپا او امريکا کې په ډېرې تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.

د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر نن غرمې پورې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ شاوخوا درې نیم میلیونه کسان اخته شوي دي.

يادې سرچینې زیاته کړې چې ددې ناروغۍ له امله په ټوله نړۍ کې نږدې ۲۴۰ زره کسان مړه شوي او يو ميليون اوسل زره کسان ترې بېرته روغ شوي دي.

د راپورونو له مخې، دغه ویروس تر ټولو زیات امریکا ځپلې، هلته یو میلیون او ۱۱۰ زره کسان پرې اخته او ۶۷ زره نور مړه شوي دي.

تر امریکا وروسته هسپانیه له کرونا ډېره ځپل شوې، هلته ۲۴۵ زره کسان پرې اخته او۲۵ زره کسان مړه شوي، په ایټالیا کې ۲۱۰ زره کسان پرې اخته او څه دپاسه ۲۸ زره ترې مړه شوي، په جرمني کې ۱۶۵ زره پرې اخته او۶۸۱۰ تنه مړه شوي، په فرانسه کې ۱۶۸ زره کسان پرې اخته او ۲۵ زره مړه شوي ، په انګلستان کې ۱۸۲ زره کسان پرې اخته او ۲۸ زره مړه شوي دي.

په افغانستان کې هم دا ویروس په تیزۍ سره د خپرېدو په حال کې دی، تر اوسه څه دپاسه ۲۲۰۰ کسان پرې اخته،۷۵ تنه مړه او۳۲۰ تنه بېرته روغ شوي دي.

login or register a new account.