کابل (پژواک، ۱۵ غویی ۹۹) : د ناټو سازمان د ایټالیا یو تن پخوانی دیپلوماټ د افغانستان لپاره نوی ملکي استازی ټاکلی دی.
په کابل کې دناټو د ملکي استازي له دفتر څخه د غویي په ۱۵مه، پژواک اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ناټو سرمنشي نن د هغه د نوې دندې اعلان کړی دی.
د ناټو سرمنشي جینز سټولټنبرګ ویلي، چې دایټالیا پخوانی ديپلوماټ سټیفانوپنټیکروفو به د راتلونکې میاشت له لومړۍ نېټې خپله دنده پیلوي.
هغه د ناټو د پخواني استازي نیکولاس کې ځای ناستی ټاکل شوی، چې د هغه دنده څه موده مخکې بشپړه شوه.
د ناټو سرمنشي ویلي چې سټیفانو پراخه دیپلوماټیکي تجربه لري او تر دې مخکې یې په افغانستان او د سیمې نورو هېوادونو کې دندې ترسره کړې دي.
نوموړي هیله څرګنده کړې چې دافغانستان په دې مهم پړاو کې چې دسولې پروسه او د کرونا ضد مبارزه روانه ده، نوی استازی به خپله دنده په ښه توګه ترسره کړي.
سټولټنبرګ له ایټالیا څخه مننه کړې چې په افغانستان کې يې بېلا بېل ډول مرستې کړې او لا هم ادامه ورکوي.
login or register a new account.