ژبه

په نړۍ کې د کرونا له امله د مړو شویو کسانو شمېر له ۲۵۰ زرو څخه واوښت

کابل (پژواک، ۱۶ غویی ۹۹) : د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس له امله د مړو شویوکسانو شمېره له دوه نیم سوه زرو څخه اوښتې، خو ۱۲۰۰ زره کسان بېرته ښه شوي دي. 

د کرونا ويروس چې شاوخوا څلور میاشتې مخکې لومړى د چين په اووهان ښار کې پیدا شو، اوس د نړۍ په شاوخوا ۲۰۰ هېوادونو کې خپور شوى دى.

په لومړيو مياشتو کې پر دې ناروغۍ تر ټولو زيات چينايان اخته او مړه شول، خو اوس دا ناروغي په چين کې کنټرول شوې، خو په اروپا او امريکا کې په ډېرې تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.

د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر نن غرمې پورې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ درې نیم میلیونه او شاوخوا ۲۰۰ زره کسان پرې اخته شوي دي.

دغې سرچینې زیاته کړې چې له دې ناروغۍ په ټوله نړۍ کې څه دپاسه ۲۵۰ زره کسان مړه شوي چې ډېری یې اروپایي هېوادونو او امریکا کې دي.

په ټولیزه توګه په ټوله نړۍ کې شاوخوا یو میلیون او ۲۰۰ زره کسان بېرته له دې ناروغۍ ښه او خپل عادي ژوند ته راګرځېدلي دي.

امریکا له کرونا ډېره ځپل شوې ده، د ټولې نړۍ د ناروغانو یو په درېیمه برخه څه دپاسه یو میلیون امریکا کې دي، دغه راز له مړو څخه هم څلورمه برخه شاوخوا ۷۰ زره یې امریکایان دي.

تر امریکا وروسته، هسپانیه، ایټالیا، فرانسه، جرمني، انګلستان، ترکیه او روسیه له کرونا څخه ډېر ځپل شوي دي.

په سعودي کې شاوخوا ۲۰ زره کسان, په هندوستان کې ۳۰ زره کسان ، په ایران کې ۹۰ زره کسان او په پاکستان کې ۲۱ زره کسان پر دې ناروغۍ اخته شوي دي.

په افغانستان کې هم دا ویروس په تیزۍ سره د خپرېدو په حال کې دی، تر اوسه شاوخوا درې زره کسان پرې اخته, ۹۰ تنه مړه او ۴۰۰ کسان بېرته روغ شوي دي.

login or register a new account.