کابل (پژواک، ۲۳ غویی ۹۹) : د بلخ ولايت د بلخ ولسوالۍ اوسېدونکي ادعا کوي، چې د تېرې شپې په هوايي بريد کې ۹ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان دي.
خو شمال کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو مطبوعاتي دفتر بيا وايي، چې وژل شوي کسان ټول طالبان دي او هغه مهال پرې هوايي بريد شوی، چې پر امنيتي ځواکونو د بريد لپاره يې چمتووالی نيوه.
بلخوا د بلخ ولسوالۍ لسګونه کسان د وزير محمد ګل خان څلور لاري کې راټول شوي وو او ادعا يې کوله، چې د تېرې شپې هوايي بريد د غونډانو کلي ۲۰ اوسېدونکو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
دوی چې د يو شمېر وژل شويو کسانو جسدونه يې د اعتراض په ډول د ولسوالۍ بازار ته راوړي وو همدا راز غوسه وو، چې د جګړې ښکېل اړخونه د ملکيانو د ژوند خونديتوب ته پام نه کوي.
د بلخ ولسوالۍ اوسېدونکي حاجي غلام سخي د لاريون په جريان کې پژواک ته وويل، چې تېره شپه ۱۰ بجې د يادې ولسوالۍ په غونډان کلي کې هوايي بريد وشو، چې په پايله کې يې ۹ ملکيان ووژل شول او ۱۱ نور ټپيان شول.
نوموړي زیاته کړه: (( دا چې روژه ده؛ نو ډېری خلک د شپې له خوا په خپلو کروندو کې کار کوي، د تراويح لمونځ پای ته رسېدلی وو، يو شمېر کروندګر راټول شوي وو، چې ځمکو ته لاړ شي او پنبې کرلو ته ځمکه اماده کړي، چې طياره راغله او بمونه يې وغورځول .))
د هغه په وينا، وژل شوي کسان ټول ملکيان دي. د بلخ ولسوالۍ قومي مشر حاجي انارګل پژواک ته وويل، چې د تېرې شپې هوايي بريد کې وژل شوي کسان ملکي وګړي دي.
د هغه په وينا، که حکومت وايي چې طالبان يې وژلي؛ نو بيا خلک دومره جرئت کولی شي چې د طالبانو مړي راواخلي او د ولسوالۍ بازار ته يې راوړي.
نوموړي وويل: (( حکومت دې راشي، ودې ګوري چې څوک يې وژلي، ټول ملکيان دي، موږ اوس چاته وژاړو او څوک مو غږ واوري .))
دغه قومي مشر همدا راز وايي، چې په تېرو څو کلونو کې د بلخ يو شمېر سيمې د جګړې په اور کې سوځېږي؛ خو په خبره يې څوک د عامو خلکو غږ نه اوري.
بلخ کې د پژواک سيمه ييز خبريال وايي، چې د لاريون پر مهال هم امنيتي ځواکونو هوايي ډزې وکړې، چې له امله يې څو تنه لاريون کوونکي ټپيان شول.
د عبدالواحد په نوم يوه لاريون کوونکي پژواک ته وويل، چې حتی اوس خلک د خپل غږ اوچتولو ته هم نه پرېښودل کېږي.
نوموړي وويل: (( موږ دلته سوله ييز لاريون کړی، غواړو چې حکومت مو غږ واوري؛ خو بيا يې هم راباندې ډزې وکړې او درې کسان يې راکې ټپيان کړل . ))
login or register a new account.