کابل (پژواک، ۲۳ غویی ۹۹) : په کابل او ننګرهار ولایتونو کې وروستي بریدونه په پراخه ملي او نړیواله کچه وغندل شول.
نن تر غرمې مخکې د ننګرهار په کوز کونړ ولسوالۍ کۍ د سیمه ییزو پولیسو دیوه پخواني قوماندان د جنازې په مراسمو کې د ځانمرګي برید له امله تر سلو زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه راز نن د کابل ددشت برچي په سیمه کې پر یوه سل بستریز روغتون ډله ییز برید وشو، چې په ترڅ کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۶ تنه ووژل شول او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.
په کابل کې د امریکا سفارت دا بریدونه غندلي او د ترهګرو کار یې بللی دی.
د امریکا د سفارت شارژدافیر روس ویلسن په کابل کې په سل بستریز نسايي ولادي روغتون باندې برید ته په اشارې په ټویټر کې لیکلي : "زه دا وحشیانه برید او تروریستان غندم چې بې دفاع او کړیدلی ولس په نښه کوي."
ویلسن په برید کې د وژل شویو کسانو کورنیو ته تسلیت ویلی او د فغان امنیتي ځواکونو، ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو اقدام یې ستایلی دی.
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي دفتر هم د دغو بریدونو له امله خواشیني ښودلې ده.
نوموړي په خپل ټویټر کې لیکلي: "د کابل او ننګرهار بریدونه چې بې ګناه خلک په کې ووژل شول، په کلکه غندم."
نوموړي ویلي چې ناټو به د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د افغانستان د حکومت تر څنګ ولاړه وي.
دغه راز بریتانیا، فرانسې، جرمني، هندوستان، پاکستان او ګڼ شمېر نورو هېوادونو د بېلا بېلو خبرپاڼو په خپرولو سره دا بریدونه غندلي دي.
ولسمشر اشرف غني ددغو بریدونو د غندلو ترڅنګ د هېواد ملي ځواکونو ته امر کړی چې له دفاعي حالته ووځي او یرغلیز حالت غوره وکړي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي هم دغه بریدونه غندلي او دا یې دانسانیت او بشریت ضد ګڼلي دي.
login or register a new account.