ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د چاودنې له امله ۹ ملکي وګړي وژل شوي

author avatar
3 Jun 2020 - 14:55
author avatar
3 Jun 2020 - 14:55

کندهار ښار (پژواک، ۱۴ غبرګولی ۹۹) : د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر یوه موټر چاودنه شوې چې له امله یې ۹ تنه وژل شوي او ۵ نور ټپيان شوي دي.

ځایي مسوولین وایي، پېښه نن غرمه ۱۱ بجې د دغې ولسوالۍ په خوشک رود سیمه کې شوې ده.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي د غبرګولي په ۱۴مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، د ملکي وګړو پر یوه ډاټسن موټر چې له ارغستان ولسوالۍ څخه کندهار ښار ته پر لارې و، د سړک غاړې ماین چاودنه شوې  چې په کې ۹ ملکي وګړي وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي چې په کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

دی وايي، ماین د وسله والو طالبانو له خوا ځای پر ځای شوی و.

د ارغستان ولسوالۍ یوه اوسېدونکي اختر محمد پژواک خبري اژانس ته وویل، په چاودنه کې وژل شوي او ټپيان شوي وګړي د دې ولسوالۍ د سپینې ګارې اوسېدونکي دي چې غوښتل یې کندهار ښار ته ولاړ شي.

هغه زیاته کړه، په پېښه کې د یو شمېر ټپیانو وضعیت خراب دی چې ټول میرویس روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي. وسله والو طالبانو تر دې مهاله د دې چاودنې په اړه څه نه دي ویلي.

دا په تېرو درېیو اوونیو کې په کندهار کې درېیمه چاودنه ده چې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړوي.

ارغستان ولسوالي د کندهار ښار په سوېل ختيځ کې ډيورنډ کرښې ته څېرمه د ١٠٠ کيلومتره په واټن پرته ده، دغه ولسوالي د بلوچستان ايالت له منزکي او د زابل ولايت له ښار صفا ولسوالۍ سره ګډه پوله لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.