کابل (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۹۹) : د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په کابل کې پخوانی سفیر د افغانستان لپاره خپل ځانګړی استازی ټاکلی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په کابل کې پخوانی سفیرصادق خان د لومړي وزیر د ځانګړي استازي په توګه ټاکل شوی دی.
سرچینې زیاته کړې، هغه به د دواړو هېوادونو د اړیکو ښه کولو ترڅنګ د افغان سولې پروسه کې هم د پاکستان له اړخه استازیتوب کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرشاه محمود قریشي پر دې ټاکنې خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې له دې ټاکنې سره به د دواړو هېوادونو اړیکې پیاوړې شي.
صادق خان تر سفارت مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند او له هغه مخکې په امریکا، بلجیم او چین کې د پاکستان د سفیر په توګه دندې ترسره کړې دي.
هغه له ۲۰۱۰ څخه د ۲۰۱۸ کلونو تر منځ په افغانستان کې د پاکستان سفیر و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن