کابل ښار (پژواک، ٣٠ غبرګولى ٩٩): د پژواک موندنې ښيى چې د کابل نوي ښاروال د دولتي ادارو د ملکيتونو، شنو سيمو او دولتي استملاک شويو ځمکو د غصب په موخه د ولسي جرګې يو شمېر غړو او سوداګرو ته حکمونه صادر کړي دي.
د روان کال د وري مياشتې په ١٣مه د ولسمشر د فرمان له مخې، محمد داوود سلطانزوى د کابل ښاروال په توګه وګومارل شو، دنده يې پيل کړه او په دغه موده کې يې تر اوسه دوه غيرقانوني حکمونه صادر کړي دي.
د هغو اسنادو له مخې چې پژواک خبري اژانس ترلاسه کړي، کابل ښاروال محمد داوود سلطانزوى يوه خصوصي شرکت ته فوق العاده امر ورکړى ترڅو په ١٢مه ناحيه کې د پوهنې وزارت پر ځمکې، ودانۍ جوړه کړي.
د همدې اسنادو پر بنسټ، سلطانزوى د ولسي جرګې يو شمېر غړو ته ځانګړى امر ورکړى ترڅو په اتمه ناحيه کې پر ١٢ جريبه شنې او استملاک شوې دولتي سيمې چهارديوالي جوړه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني په کراتو ټينګار کړى چې حکومت د دولتي ځمکو د غصب د مخنيوي په برخه کې جدى دى، خو سره له دې هم اړوند دولتي چارواکي وايي چې يو شمېر دولتي ځمکې د خلکو او زورواکو له لوري غصب شوي چې له امله يې دوى نه شي کولاى دولتي نقشې عملي کړي.
د پوهنې وزارت پر ملکيت د ودانۍ جوړولو احکام:
د هغه سند له مخې چې پژواک تر لاسه کړى دى، د احسان الله ژوندي شرکت رييس د کابل ښاروالۍ ته عريضه کړې چې ټول قانوني سندونه، لکه د ملکيت سند، ويزه شوې نقشه، وروستى سکيچ او د ودانۍ جوړلو وروستي حکم هم لري خو د کابل ښاروالي، ٤٠٩ پوځې قطعه او ١٢ مه ناحيه يې د کار پر وړاندې خنډ جوړوي او د کار کولو اجازه نه ورکوي، نو دغه ستونزه يې بايد هواره شي.
خو د پوهنې وزارت وايي چې پخوا دغه ځمکه پر دوى پورې اړوند وه.
د کابل ښاروال د يادې عريضې په ځواب کې ليکلي دي: ((ملاحظه شو! که چېرې دغه شرکت اسناد او د ودانۍ جوړولو حکم ولري، نو دوولسمه ناحيه او ٤٠٩ کسيزه قطعه يې بايد د ١٤ بلاک د جوړولو مزاحمت ونه کړي.))
خو څو ورځې وروسته سلطانزوى بيا بل حکم ورکړى دى: ((د ځينو ملحوظاتو له امله يو ځل بيا تاسو ته هدايت درکول کيږي چې په دغه برخه کې له هر ډول اجرااتو څخه ډډه وکړي.)) چې په دغه امر سره يې د دويم ځل لپاره د ياد شرکت د کار کولو مخه نيولې ده.
د ١٢ ناحيې رييس انجنير زمري کوچي پژواک ته وويل چې دغه ځمکه د پوهنې وزارت پورې اړوند ده، خو صفت الله ژوندى کوښښ کوي چې مارکېټ پرې جوړ کړي.
ده وويل چې د دغې ځمکې ملکيت ډېرى حقوقي ستونزې لري او دوسيه يې سلګونه پاڼې ده.
هغه زياته کړه: ((له پنځو کلونو راهيسې پر دغې ځمکې دعوې روانې دي او دوسيه يې څو ځلې څارنوالۍ ته تللې ده، بايد محکمه په دغه برخه کې پرېکړه وکړي.))
کوچى زياتوي چې د دوى تر نيوکې وروسته کابل ښاروالۍ د احسان الله ژوندي شرکت د ودانۍ جوړولو کار درولى او څلورو خواته يې ورته جال نيولى دى.
خو د پوهنې وزارت وياندې نوريه نزهت پژواک ته وويل چې اوس مهال دولتي ادارې ملکيتونه نه لري، ټولې ځمکې په اراضۍ ادارې پورې اړوندې دي.
دى زياته کړه: ((دا مهال يو بحث مطرح دى، چې ملکيتونه په ادارو پورې اړوند نه دي، ټول د افغانستان په حکومت پورې تړلي دي او هره اداره چې بېړنۍ اړتيا ولري، کولاى شي، له هغه نه ګټه پورته کړي.))
د ولسي جرګې غړو لپاره پر استملاک شوې دولتي ځمکې د احاطې جوړولو د اجازې اسناد:
د یوه بل سند له مخې، چې پژواک اژانس ترلاسه کړی، یو کس چې نصیب الله نومېږي او د اول خان زوی دی، د یوې رسمي عریضې له لارې د دوولس جریبه ځمکې چې د پولیسو اتمې حوزې په سوېل کې واقع ده چې د ۱۳۸۲ کال د غويي ۳۰مه نېټې په ۱۳۸۲/۱۰۱۰ ګڼې قباله کې درج شوې ده، د کابل ښار د اتمې ناحیې د قلعه چې خمدان مربوط کېږي، موازي جوړولو د اجازې غوښتونکی دی، یاده ځمکه چهاردېوالي نه لري او د اسنادو تر بشپړېدو پورې د کار اجازه غواړي؛ خو ویل کېږي چې یاده ځمکه د ولسي جرګې د څلورو غړو ده.
په داسې حال کې چې د کابل ښاروال محمد داوود سلطانزوی د ۱۳۹۹/۲/۲۸ نېټې ۱۶۱ ګڼې د خپل یوه حکم له لارې داسې سپارښتنه کړې ده: ((وکتل شو! اړوند ناحیه او ۴۰۹ کسیزه قطعه، د چاردېوالي جوړولو په برخه کې، د جواز اخیستو تر بشپړېدو پورې، د موقت کار اجازه ورکړل شي او اجراات دې وشي.))
او وروسته د ناحیې له لوري، د ملکیت د نه تثبیت، د استملاک د روښانېدو، نه استملاک او د ساحې د پلاني حالت څرنګوالي له امله، راپور بیا ځلي د ښاروالۍ مقام ته ولېږل شو.
د یاد سند په اړه د ساختمان د کنټرول مدیریت کابل ښاروالۍ ته په یوه بل راپور کې داسې نظر څرګند کړی: ((لکه څرنګه چې د پام وړ ساحه له نږدې وکتل شوه، یوه ټوټه چمني ځمکه ده چې له دوو خواوو له دولتي تاسیساتو (د اتمې حوزې ودانۍ او د ناحیې پخوانۍ ودانۍ) او دوو نورو خواوو ته د چمني ځمکو له سلسلې او د استوګنې له کورونو سره وصل ده او له تېرو څو کلونو راهیسې د ناحیې پرسونل د پرله پسې اجرااتو او هڅو په پایله او عملي اقداماتو سره تر اوسه پر یاده ځمکه د خپلسرو ودانیو جوړولو مخه نیول شوې ده.))
د ساختمان د کنټرول مدیریت په دوام لیکلي چې د کروکي د تطبیق او طرحې د ریاست سروې ټېم مخکې د یادې ساحې په اړه معلومات ترتیب کړي او د ۱۳۹۹ کال د وري ۷مې نېټې، د ۳۸ ګڼې مکتوب له مخې د عرفي سند په اړه قرار یې د بګرامیو ولسوالۍ ته لېږلی او د غلام فاروق په نوم د ځمکې له دفتري قیدیت یې تصدیق کړی، خو د ساحې د موقعیت د تطبیق او ملکیت د تثبیت په اړه یې مشخص معلومات نه دي وړاندې کړي.
نو فلهذا د ملکیت د تثبیت په اړه چې د اراضي محترمې ادارې له وظایفو دی، د استملاک مسایل چې د استملاک ریاست اړوند دي او دغه راز د ساحې د پلاني حالت څرنګوالی چې د طرحې او تطبیق محترم ریاست له وظایفو دي، هم معلومات نه دي وړاندې شوي.
د کابل ښاروالۍ د ۱۳۹۹/۳/۱۱ نېټې د ۱۹۹ ګڼې حکم له مخې هدایت ورکړی: ((د اسنادو دورې تر بشپړېدو پورې دې احاطې جوړولو ته اجازه ورکړل شي.))
خو د کابل ښاروالۍ اړوند ادارو د درېیم ځل لپاره د کابل ښاروالۍ په نوم د دې موضوع په اړه جزئیات په لاندې شرحه شریک کړي دي…… لکه څنګه چې مخکې د دې ناحیې پر وړاندې شوي نظر کې لیکل شوي، د ساحې د استملاک او د ملکیت د تثبیت په اړه هېڅ ډول معلومات چې د ملکیت د تعیین له شاخصونو دي، نشته.
په همدې حال کې وروسته د محوطې په داخل کې د احاطه شوې ځمکې مراقبت د ښاروالۍ د پرسونل لپاره ممکن نه دی، دغه موضوع بیا ځلي د محترم مقام حضور ته وړاندې شوه.
د کابل ښاروالي د ۱۳۹۹/۳/۱۲ نېټې د ۶۳۲ ګڼې په یوه بل حکم کې ویلي: ((وکتل شو! د اړوندې ناحیې ریاست دې د معلوماتو له ټولولو وروسته د قانون د حکمونو په رڼا کې د اړوندې ادارې او نورو ذیربطو ریاستونو په همکارۍ د ساحې پلاني حالت څرنګوالي، د ساحې د استملاک او ملکیت د تثبیت په اړه اصولاً راپور وړاندې کړي.))
خو څو ورځې وروسته یې د یوه حکم له مخې داسې هدایت ورکړی دی: ((د ځینو ملحوظاتو له مخې یو ځل بیا تاسو ته سپارښتنه کېږي، په دې برخه کې دې تر بل امره پورې له هر ډول اجرااتو ډډه وشي.)) او په دغه امر سره کار دویم ځلي وځنډوئ.
د دغه مکتوب په اخر کې دغه راز څرګنده شوې ده: ((لکه څرنګه چې د ۱۳۹۹ کال د ۳ میاشتې په ۱۹مه په پام وړ ساحه کې له خپلسریو د مخنیوي په موخه کنټرول رامنځته شو، په یاده ساحه کې د عارض او شریکانو له خوا یې چې ملاتړي وسله والو کسان یې هم ورسره وو، ودانیز تحرکات لکه سنګ کاري، د ساحې احاطه کول، تر سترګو شول او د مخنیوي لپاره یې چې د کابل ښاروالي نظامي قطعې موظف ټولی او د ساختماني کنټرول ریاست استازی له خپل ویجاړوونکي ټېم سره هم وو، عملاً لاس په کار شوو، خو هلته د کار د اخته کسانو، د عارض د وسله والواو ځینو نورو کسانو له خوا چې د وسله والو ساتونکونو له خوا یې ملتیا کېده، تر لفظي ګواښ لاندې راغلو.))
پژواک خبري اژانس د کابل ښار د اتمې حوزې له رییس فایق تسل سره څو ځلې په اړیکه کې شو خو هغه په دې اړه د معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه.
خو د کابل د اتمې ناحیې یوې بلې سرچینې چې نه غواړي په راپور کې یې نوم ذکر شي، پژواک ته وویل چې استملاک شوې ځمکه قباله نه لري، بلکې یو عرفي سند لري.
هغه څرګنده کړه، که څه هم د اتمې ناحیې مسوولینو ډېره هڅه وکړه څو کار ودروي خو مقابل طرف له زوره کار اخلي.
په ولسي جرګه کې د بغلان د خلکو استازي مامور احمدزي چې د یادې ځمکې له شریکانو دی، پژواک ته وویل: ((زه کومه ځمکه او کومه موضوع د کابل په ښاروالي کې نه لرم او یاده ځمکه هم په ما پورې اړه نه لري.))
هغه دې ته په اشاره چې په ولسي جرګه کې د خلکو استازي د خلکو او حکومت ترمنځ اړیکو د پول حیثیت لري، وویل چې په ټول افغانستان کې موکلین لري او د خپل یوه دوست د ستونزې د حل لپاره ناحیې او یادې ځمکې ته ورغلی و.
هغه څرګنده کړه: ((هر څوک د خپلو ستونزو د هواري لپاره ماته راځي، اړ یم ورسره ولاړ شم او ستونزې یې ورته هوارې کړم.))
په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازی شاپور حسن زوی چې ویل کېږي په اتمه ناحیه کې د یادې دوولس جریبه ځمکې شریک دی، هغه هم په یاده ځمکه کې خپل شراکت رد کړ او ویې ویل چې ده هم د کابل ښار په اتمه ناحیه کې د یادې ځمکې د لانجې په اړه اورېدلي دي.
نوموړي زیاته کړه: ((نه په ځمکه کې شریک یم او نه هم ځمکې ته ورغلی یم؛ او هغه کسان چې په دې ځمکه کې شریک دي، نه یې پېژنم.))
د کابل ښاریان وايي چې ډېری استملاک شوې دولتي ځمکې او شنې ساحې د زورواکو او شتمنو خلکو له خوا غصب شوې دي چې په هیڅ ډول د سرپناه له ستونزې سره مخ نه دي.
د کابل ښار اوسېدونکی نعمت الله د کابل پر ښاروالۍ د نیوکې ترڅنګ وايي چې ډېری ځمکې د ښاروالۍ د مسوولینو په همکارۍ غصبېږي.
هغه د دې په ویلو سره، محمد داوود سلطانزوی چې له کومې ورځې ښاروال ټاکل شوی، ناقانونه کارونه یې پیل کړي دي، ادعا یې وکړه، د اورېدو له مخې، د کابل ښاروال د کار له پیله تر اوسه څو جریبه ځمکه خپلو دوستانو او سوداګرو ته چې ښايي ډېرې پیسې یې هم اخیستې وي، وېشلې ده.
د کابل ښار بل اوسېدونکي کریم الله د کابل ښاروال له خوا د ناقانونه کارونو پر ډېرېدو او مستحقینو ته د مرسته شوو پیسو پر خوړلو د نیوکې ترڅنګ وویل، پخوا هم دولتي ځمکه د زورواکو له خوا غصبېده خو اوس خپله ښاروال د ځمکې د غصب لپاره قانوني امر ورکوي.
د کور او ښار جوړولو وزارت ویاند حشمت ناصري د دې په ځواب کې چې ایا ښاروال د دغه وزارت له مشورې پرته پر استملاک شوو ځمکو د ودانیزو کارونو حکم ورکړی؟ وویل چې د دغه وزارت مسوولیت تر ډېره له ښاري ماسټر پلانه خارج ساحو کې دی او هغه ځمکې چې د ښاري ماسټر پلان په محدوده کې دي، د ښاروالیو اړوند کېږي.
هغه د مالکیت حق تثبیتول، بیه ټاکل او استملاک ته د دولتي ځمکو چمتو کول د ښار جوړولو وزارت اړوند وبلل او وايي چې وروسته له دې د استملاک چارې او د خسارې جبران او …. د ښاروالیو مربوط کېږي.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل چې په کابل ښار کې شاوخوا سل زره جريبه دولتي ځمکه تر غصب لاندې راغلې خو له نیکه مرغه چې د ځمکو د بېرته راګرځولو کار پیل شوی دی.
نوموړي د مرکز او کابل د ولسوالیو د لس زره جریبه دولتې ځمکې د بېرته راګرځولو په اړه هم خبر ورکړ او ویې ویل چې اوس هم د دولتي ځمکو د بېرته راګرځولو پروسه روانه ده.
هغه څرګنده کړه چې تر اوسه په ټول هېواد کې د ځمکو پر غصب د ۱۵۸۳۲ تورنو لېست چمتو شوی او کال وړاندې هغه ته د رسېدنې په موخه له عدلي او قضايي ارګانونو سره شریک شوی دی.
د ولسي جرګې یو شمیر غړو هم د کابل ښاروالي د یو شمېر نورو غیر قانوني کړنو ترڅنګ، اړمنو خلکو سره د مرستې لپاره د ځانګړو پيسو کې پر فساد هم تورنوي او له ښارواله یې غوښتي چې د ولسی جرګې عمومي غونډې ته د ځواب لپاره حاضر شي.
د هرات د خلکو استازی منور شاه بهادري وایي، چې اړمنو خلکو ته د پخې ډوډۍ د وېش لپاره سلګونه میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې، چې ډېره برخه کې یې فساد شوی.
هغه وایي، د کابل ښاروالۍ ادعا کړې چې هرې کورنۍ ته یې په یوه میاشت کې د ۴۶ زره افغانیو په ارزښت پخه ډوډۍ وېشلې چې دا خبره له حقیقت څخه لرې ده.
د ده په وینا، ښاروال ددغو فسادونو او نورو غیر قانوني کړنو د ځواب لپاره باید ژر تر ژره د ولسي جرګې عمومي غونډې ته وغوښتل شي.
د ولسي جرګې یو شمېر نورو غړو هم د کابل ښاروال پر فساد او غیر قانوني کړنو تورن کړی او غوښتنه یې کړې چې باید ولسي جرګې ته ځواب ورکړي.
د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني وايي چې د جرګې د رییسانو کمېټه د کابل د ښاروال سلطانزوی په اړه تصمیم نیسي چې په کومه غونډه کې باید استجواب شي.
د هغه په وینا، مرستې باید اړمنو خلکو ته ورکړل شي او په دې برخه کې د هر ډول فساد او اختلاف مخه ونیول شي.
د کابل د ښاروال نظر:
خو د کابل ښاروال محمد داوود سلطانزوی د یادو ادعاوو او تورونو په اړه پژواک اژانس ته وویل، کوم معلومات چې دوی ترلاسه کړي وو، ناسم وو، کوم امر چې صادر شوی و، تر پلټنو وروسته معلومه شوه چې ده نه و صادر کړی.
هغه زیاتوي : (( زه غواړم چې ددې سمه پلټنه وشي.))
سلطانزوی وایي، هغه وخت چې د کابل په دوولسمه او اتمه ناحیو کې د تعمیر د امر په اړه خبر شو، نو د کارونو دتوقف لپاره یې بل امر ورکړ.
هغه ددې پوښتنې په ځواب کې چې د تعمیر جوړولو په اړه لومړی امر دده و ؟ وویل : (( نه، ما د هغه لومړي امر د څېړنو سپارښتنه کړې څو معلومه شي چې دا امر څه ډول صادر شوی او په دې اړه څېړنې پیل شوې دي.))
د کابل ښاروال وایي، ده غوښتل چې بل امر سره هلته د کار مخه ونیول شي.
هغه ددې پوښتنې په تړاو چې په دوولسمه او اتمه ناحیه کې د تعمیرونو په اړه ورکړل شوي امرونه جعلي دي؟ په ټینګار سره وویل چې په دې اړه باید پلټنې وشي، د تعمیر په اړه لومړی امر ساقط شوی او اعتبار نه لري.
ښاروال د پخې ډوډۍ د وېش په اړه وویل چې دغه پروسه د کابل ښاروالۍ د ۳۵۰۰ بشري قوې د کارکوونکو له خوا پر مخ وړل شوې ده او له دې پروسې څخه یې څارنه هم کوله.
د هغه په وینا، د کابل ښاروالۍ ترڅنګ د سیمې قومي مشران، مدني ټولنې او نورو هم له دې پروسې څخه څار کړی او دا پروسه په شفافه توګه پای ته رسېدلې ده.