کابل(پژواک، ۲ چنګاښ ۹۹): د ولسی جرګی یو شمېر غړو یوې غونډه کی چې امنیتي چارواکيور بلل شوي وو، د هېواد امنیتي وضعیت خورا اندېښمن وباله، خو ناسته د یادو چارواکو د خبرو لپاره سري ترسره شوه.

د رییسانو کمېتی د پرېکړې پر اساس د ولسي جرګېپه نننۍ استجوابیه ناسته کې د ملی دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد، د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي او د ملي امنیت عمومي رییس احمدضیا سراج یېد هدفي وژنو د زیاتوالي، د دولت مخالف وسله والو ډلو بریدونو او امنیتي وضعیت په اړه د ځواب ورکولو لپاره بللي وو.

د ولسي جرگې د کورني امنیت کمېسیون مشر خان اغا رضایي وویل، د هېواد امنیتي وضعیت د اندېښنی وړ دی او ورځ تر بلې خرابېږي.

هغه وایي چې د علماوو، قومي مشرانو او د امنیتي او دفاعيځواکونو وژنې اخري حد ته رسېدلې او هېڅوک ځان په مرکز او ولایتونو که د خوندیتوب احساس نه کوي.

هغه زیاته کړه:«همدا اوس د هېواد په لویو لارو کې مخالفینو پوستې جوړې کړې او ګمرکونه لري او پر یادو لویو لارو له تېرېدونکو موټرو پیسې اخلي.»

ددې جرګې د شکایتونو کمېسیون مرستیال عبدالخالق وویل، نا امني د مزارشریف ښار کمربند ته رسېدلې او هره ورځ ددغه ولایت اوسېدونکي د خپلو عزیزانو د له لاسه ورکول شاهدان وي.

هغه همدا شان وویل چې مخالفین په ازاد ډول لویو لارو ته راوځي او له مسافر وړونکو او بار وړونکو موټروتېرېږي پیسې اخلي.

په دې جرګهکې د پکتیکا د خلکو استازي خالد اسد هم وویل چې همدا اوس مخالفینو د کابل-کندهار پر لویه لار په څو برخو کې پوستې جوړې کړې او له موټرو پیسې اخلې.

هغه زیاته کړه، نه یوازېپه ولایتونو، بلکې په کابل کې هم خلک ځان خوندي نه ګڼي او هره ورځ د ماین چاودنو ښکار کېږي.

په ولسی جرګه کې د کابل ولایت د خلکو استازي عرفان الله عرفان هم وویل چی هدفي وژنې او د چسپکي ماینونو چاودنېپه کابل ښار کېډېرېشوې او حتی د کابل ښار خوندي سیمه کې هم څوک خوندي نه وي.

دې جرګې یو شمېر نور غړي هم ورته څرګندونې درلودې.

خو اسدالله خالد د ملي دفاع وزارت سرپرست د جرګې له اداري پلاوي وغوښتل:«که غواړئ تاسو ته د امنیتي وضعیت او مسئلو په اړه معلومات درکړو نو ناسته سري کړئ.»

له دې وروسته د ولسي جرگې رییس میر رحمان رحماني د امنیتي چارواکو دغه وړاندیز رایو ته وړاندې کړ او د جرګې د حاضرو غړو په اکثریت رایو سره ناسته سري شوه.