کابل ( پژواک, ۴چنګاس۹۹ ): ارګ وایي چې ولسمشر غني د مطبوعاتو له لوري د هغو خپرو شویو راپورونو چې د شفافیت د رامنځته کېدو او د فساد مخنیوي لامل کېږي، نه یوازې هرکلی کوي، بلکې په دې برخه کې د مطبوعاتو کلک ملاتړ هم کوي.
ولسمشر دغه څرګندونې د اقتصادي عالي شورا غونډه کې چې پرون مازیګر د ویډیو کنفرانس له لارې په ارګ کې ترسره شوه , وکړې.
په دې غونډه کې د چرګانو روزنې سکتور محصولاتو د وارداتو مدیریت د کاري ګروپ په راپور، په هېواد کې د غیر معیاري او قاچاقي روغتیایي محصولاتو او درملو د وارداتو مخنیوي پر طرحه او د افغانستان برېښنا شرکت د نوري فایبر مزو او د برېښنا پایو کرایه ورکولو پر موضوع بحث او وارزول شول.
لومړی د کرنې وزارت معین د چرګانو روزنې سکتور محصولاتو د وارداتو مدیریت د کاري ګروپ راپور وړاندې کړ.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت معین حشمت الله غفوري څرګنده کړه چې اوسمهال هېواد کې د چرګانو روزنې صنعت کې په تدریجي ډول د ځان بسیاینې پر لور روان دی او خصوصي سکتور توانېدلی چې په خپلې پانګونې سره د چرګانو روزنې صنعت د محصولاتو لپاره د هېوادوالو د اړتیاوو لویه برخه په ځانګړي ډول د چرګانو غوښه او هګۍ، پوره کړي.
اقتصادي عالي شورا تر هر اړخیزو بحثونو وروسته کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ته دنده وسپارله چې د اړوندو بنسټونو په همکارۍ، په هېواد کې د چرګانو روزنې صنعت د ارزښت پر زنځیر کار وکړي، خپله مشخصه طرحه د طرحې په تطبیق کې د دولتي ادارو ظرفیت، په دې برخه کې د تقاضا او عرضې تعادل او د هغو لنډمهالو او اوږدمهالو اغېزو ته په پام، ډېر ژر بېرته اقتصادي عالي شورا ته وړاندې کړي.
همداراز د اقتصادي عالي شورا غړي په دې برخه کې د خصوصي سکتور د لا زیاتې پانګونې غوښتونکي شول ترڅو د مشخص زماني جدول پر اساس، هیواد بشپړې ځان بسیاینې ته ورسېږي.
د غونډې په دوام، د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر محمد جواد عثماني د ټولو مصنوعي تنفسي الو د موجودیت په اړه خپل راپور اقتصادي عالي شورا ته وړاندې کړ.
هغه وویل، له هېواد څخه بهر ته د یو شمېر الو د قاچاق په اړه د راپورونو تر خپرېدو وروسته یې د ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو سره خبرې کړي او د ټولو مصنوعي تنفسي الو د موجودیت په اړه چې د دوست او همکارو هېوادونو له لوري مرسته شوي دي خپل ډاډ ترلاسه کړی، د یادو الو موقعیت تثبیت شوی دی.
د عامې روغتیا سرپرست ژمنه وکړه چې د یادو الو د تسلیمۍ او موجودیت ټول اسناد به د هغو له سریال نمبرونو سره یو ځای له مطبوعاتو او د افغانستان نجیبو خلکو سره شریک کړي.
جمهوررئیس غني په دې اړه وویل، د افغانستان دولت د مطبوعاتو له لوري د هغو خپرو شویو راپورونو چې د شفافیت د رامنځته کېدو او د فساد مخنیوي لامل کېږي، نه یوازې هرکلی کوي، بلکې په دې برخه کې د مطبوعاتو کلک ملاتړ هم کوي.
د اقتصادي عالي شورا رئیس او غړو له هېواد څخه بهر ته د ۳۲ تنفسي الو د قاچاق د ګزارشونو په اړه د لا زیات وضاحت او د افغانستان ملت او شریفو خلکو ته د شفاف راپور ورکولو په موخه، د جمهوري ریاست د چارو ادارې د عمومي ریاست، د خاص بارزس ادارې، د بررسۍ عالي ادارې او لویې څارنوالۍ باصلاحیته استازو څخه جوړې کمېټې ته دنده وسپارله چې دغه موضوع په بې طرفه، جدي او دقیق ډول د ټولیزو رسنیو کمېسیون سره په همکارۍ, شواهدو او مدارکو ته په پام په جدي ډول وارزوي، خپل راپور جمهوري ریاست ته وړاندې کړي، ترڅو خلکو ته د موضوع د شفافیت په اړه بشپړ ډاډ ورکړل شي.
login or register a new account.