ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د شينوارو د ځانګړې خولۍ ګنډونکي افغان، له پاکستانه د دغو خوليو د راوړلو مخه نيولې

د شينوارو د ځانګړې خولۍ ګنډونکي افغان، له پاکستانه د دغو خوليو د راوړلو مخه نيولې

author avatar
4 Jul 2020 - 16:02
د شينوارو د ځانګړې خولۍ ګنډونکي افغان، له پاکستانه د دغو خوليو د راوړلو مخه نيولې
author avatar
4 Jul 2020 - 16:02

جلال اباد (پژواک، ۱۴ چنګاښ۹۹): د ننګرهار د شينوارو د شپږو ولسواليو خلک د خپل پخواني دود له مخې سپين رنګه ځانګړې خولۍ پر سر کوي، پخوا دا خولۍ له پاکستان څخه راوړل کېدې؛ خو اوس يوه افغان ځوان دغې چارې ته ملا تړلې او له پاکستان څخه يې د دغو خوليو د راوړل کېدو مخه نيولې ده.

تر ټولو جالبه لا دا چې اوس کوزه پښتونخوا کې ځینې مېشت شينواري او اپريدي هم له دغه ځايه خولۍ وړي، خو د قرنطين له امله د تورخم دروازې تړل کېدو دا چاره يو څه ټکنۍ کړې ده.

شينواري وايي، پخوا يې دا خولۍ د خيبر پښتونخوا ايالت له لواړګي سيمې راوړلې، خو په دې وروستيو کې چې دلته کاريګر پيدا شوي، نو له هغه ځايه يې څوک نه راوړي.

په شينوارو کې مشهوره ده که پخوا به له کوم شينواري د عمر پوښتنه وشوه نو هغه به ورته په خندنۍ لهجه وويل: ((شل خولې مې زړې کړي.))، مقصد به يې دا و چې شل کلن دی.

پر دې سربېره به هغه ځوان په بدو نومونو يادېده چې سپينه خولۍ به يې پر سر نه وه؛ خو اوس دا دود ورځ تر بلې په کمېدو دی، ډېر ځوانان په ښار کې زده کړې کوي، نو د کلي دود يې همالته پرېيښی دی.

خو دلته د دغو ځانګړو خوليو د جوړونکي فعاليت خلک هيله مند کړي چې دا دود به نه يوازې په شينوارو کې زيات شي، بلکې د نورو سيمو خلک به يې هم د شوق او ذوق لپاره اخلي.

شاه محمود چې اصلاً د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ اوسېدونکی دی، پاکستان کې يې د همدغو خوليو کار زده  کړی او اوس د ننګرهار د غني خېلو ولسوالۍ اړوند مارکو بازار سيمه کې هټۍ لري.

هغه پژواک اژانس ته وویل، پېښور کې يې هم دوکان ډېر مشهور و او د ده په لاس جوړې خولۍ به د کوزې پښتونخوا لواړګي سيمه کې د پاکستان په نوم خرڅېدلې خو دوه کاله وړاندې يې ژمنه وکړه چې خپل وطن ته به ستنېږي او د خپل وطن په نوم به همدا خولۍ پلوري.

شاه محمود وايي: ((اول مې کور کې يو کال کار وکړ، اوس دا يو کال وشو چې دلته مې دوکان جوړ کړی، زه يې هم خرڅوم او نور دوکانداران يې هم رانه وړي. اوس راسره د خپل کور ښځې او يو ورور مې کار کوي؛ خو چې کله کار زيات شي بيا ځينې نورې ښځې هم په مزدورۍ کار کوي.))

ده وویل، دا تېر کوچنی اختر يې هم شاوخوا درې زره خولۍ خرڅې کړې دي او تمه شته چې را روان لوی اخترهم ډېر پېرېدونکي ولري.

شاه محمود زیاتوي، پخوا خلکو دا خولۍ د پاکستان له لواړګي راوړلې، خو اوس چې دلته دوی فعاليت پيل کړی نه يوازې دا چې له هغه ځايه يې د خوليو راوړلو مخه نيولې، بلکې ډېر خلک يې له دې ځايه وړي. دا چې په دې خوليو کې څه کمال دی نوموړی وايي: ((لواړګي کې پاکستانۍ ټوټې (رخت) څخه جوړېږي، هغه ډېره قوي نه ده، موږ ته له نورو ځايونو قوي ټوټه راځي نو ځکه يې مينه وال ډېر دي.))

هغه وويل، تر قرنطين وړاندې يې د مياشتې له زرو ډېرې خولۍ پاکستان ته هم وړل کېدېو خو دا چې پاکستان د کرونا وېروس له وېرې د تورخم دروازه تړلې د دوی کار يې هم خراب کړی دی.

شاه محمود که څه هم اوس په يو کوچني دوکان کې په يوه ماشين کار کوي خو وايي، پلان لري چې د کاروبار په زياتوالي کاريګر هم زيات کړي، ماشينونه هم ډېر او ځای هم پراخه کړي.  

شينواري وايي، پخوا يې دا خولۍ د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت له لواړګي سيمې راوړلې خو په دې وروستيو کې چې دلته کاريګر پيدا شوي، نو له هغه ځايه يې څوک نه راوړي.

نصير احمد چې خپله يې هم سپينه خولۍ پر سر وه، پژواک ته وويل، که پخوا به دلته چا سپينه خولۍ نه وه پر سر کړې، نو خلکو به ورته په بد نظر کتل، حتی ځوانانو ته به سپين ږيري په قهرېدل او ښکنځل به يې، خو اوس دا دود ورځ تر بلې کم شوی دی.

هغه وويل، شينوارو دا خولۍ له پاکستانه راوړلې، خو اوس چې دا دوکان جوړ شوی نو ټول يې له همدې ځايه اخلي، ګټه يې هم خپل وطن کې پاتې کېږي او بله دا چې له پاکستانيو يې کيفيت هم ښه دی.

سباوون شينواری اتلس کلن دی، وايي، داسې ډير کم وخت راغلی چې سپينه خولۍ يې نه وي پر سر کړې، دود ورته له پلرونو پاتې دی او که کور ته لوڅ سر لاړ شي نو مشران يې ورته په غوسه کیږي.  

شاه محمود بختور دی چې په خپل کور او هېواد کې يې ځانته او نورو ته د ګټې وټې داسې زمينه برابره کړې ده، د هغه په څېر ډېر ځوانان شته چې دا ډول کمالونه يې ياد کړي خو د اقتصادي ستونزو له امله لا هم بې روزګاره ګرځي.

Visits: 12

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.