ګردېز (پژواک،۲۱ چنګاښ ۹۹): د پکتيا امنيتي مسوولين وايي چې په مرکز ګردېز کې د ملي امنيت پر کارکوونکو چاودنه شوې چې يو تن په کې وژل شوی او درې نور ټپيان شوي دي.
دغه چاودنه نن غرمه مهال د ګردېز ښار د دويمې حوزې اړوند د کابل ــ ګردېز پر عمومي سړک شوې ده.
د پکتيا د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر سمونوال لطف الله کامران پېښه تاييدوي او وايي چې د پېښې د عاملينو د پيدا کولو هڅې روانې دي.
کامران وويل:((د سړک غاړې ماين چاودنه وه، چې بدبختانه د ملي امنيت يو کارمند په کې وژل شوى او درې نور يې ټپيان شوي دي.))
دغه راز د پکتيا د حوزوي روغتون سرطبيب ډاکټر اصيل خان ناصري پژواک ته وويل چې دوی ته د پېښې له ځايه د يو تن جسد او درې ټپيان ور وړل شوي دي.
ناصري زياته کړه:((د پېښې د ټپيانو حالت سخت دی. طبي پرسونل يې په تداوي بوخت دی.))
د ملي امنيت د وژل شوي کارکوونکي يو تن خپلوان عبدالله پژواک ته وويل چې وژل شوی کس عاشق الله نومېده او د راتلونکې جمعې په ورځ يې د واده نېټه ټاکل شوې وه.
هغه وويل: ((عاشق الله ډېر بهترين انسان و، د جمعې په ورځ يې د واده نېټه کېښودل شوې وه، د بلنې کارتونه يې هم چاپ شوي و، خو بدبختانه وحشيانو يې د کورنۍ او مېرمنې ژوند تباه کړ.))
د يادې چاودنې مسووليت تر اوسه د دولت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن