ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

څېړنه: افغان- جاپان روغتون ته د ۱۵ افغانیو په ارزښت تشناب کاغذ پر ۱۱۵ افغانۍ پېرل شوی

څېړنه: افغان- جاپان روغتون ته د ۱۵ افغانیو په ارزښت تشناب کاغذ پر ۱۱۵ افغانۍ پېرل شوی

author avatar
13 Jul 2020 - 12:11
څېړنه: افغان- جاپان روغتون ته د ۱۵ افغانیو په ارزښت تشناب کاغذ پر ۱۱۵ افغانۍ پېرل شوی
author avatar
13 Jul 2020 - 12:11

کابل (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۹۹): د پژواک موندنې ښیي چې د عامې روغتیا وزارت افغان- جاپان روغتون ته د ۲۶ قلمه درملو، طبي تجهیزاتو او وقایوي محصولاتو په پېرلو کې تر اته ميلیونه ډېرې افغانۍ غلا کړې ده.

دغه راز د شته اسنادو پر اساس، یو سیروم چې بیه یې ۶۵ افغانۍ ده له ۴۶۰ افغانیو په لوړه بیه پېرل شوی چې د بازار بیې ته په کتو، یوازې د سیروم په پېرلو کې په ټوله کې له څلور ميلیونه او ۲۰۰زره افغانیو ډېر توپیر لیدل کېږي.

د روغتیا سازمان (WHO) د ۱۳۹۹/۰۲/۱۱نېټې د پېرلو په ۲۷مه ګڼه سند کې راغلي، د اړتیا وړ ۲۶ قلمه توکي نږدې په ۱۱ ميلیونه افغانۍ پېرل شوي، خو د یادو قلمونو بیه چې پژواک د درملو له څو عمده پلورونکو او تولیدوونکو او طبي تجهیزاتو څخه ترلاسه کړي، ښیي چې د یادو ټولو اقلامو بیه دوه ميلیونه او ۷۴۴زره افغانۍ ده.

د طبي تجهیزات او وقایوي محصولاتو په دغو ۲۶ قمله توکو کې د له ۱۰سلنې سی ۵۰۰ ملي لېتره ګلوکوز سيروم څلور زره خلتې له ٪۱۰ سېټ سره، د ۵۰۰ ملي لېتره ګلوکوز سیروم پنځه زره خلتې له ۵٪ سېټ سره، د ۵۰۰ ملي لېتره مکس سیروم ۱۰۰۰ خلتې له سېټ سره، د ۵۰۰ ملي لېتره رینګر سیروم پنځه زره خلتې له سېټ سره، لس خلتې ۹۶ ایټایل الکول، ۳۰ بکسې پد الکول، لس زره ویال سفټراکسون امپول، زر یو ځل مصرف ترمامېترونه، څلور ستاتسکوپ او څلور د فشار الې شامل دي.

دغه راز په کوچینیو، متوسطو او لویو سایزونو کې د معاینې ۴۵ کارتنه دستکش، ۲۰۰ محافظوي مکمل کېټونه، ۲۰۰ بستې یو ځل کارېدونکې محافظوي چپنې، ۵۰ کارتنه کاغذي سفټي باکسونه، ۱۰۰ د نمونې انتقالوونکې بکسې، ۲۰۰ روله تشناب کاغذ، ۵۰۰ روله د جذب کاغذ، ۵۰ محافظوي عینکې، ۹۵ بالښتونه، ۵۰ جوړې بوټونه، ۵۰ کثافت دانۍ، ۲۰ جاروګان او … هم د نورو پېرل شوو قلمونو له ډلې څخه دي.   

که څه هم د عامې روغتیا وزارت له خوا د پېرل شوو درملو پرله پسې اسناد د پژواک په اختیار کې ورکړل شوي؛ خو د هغو له ډلې د ۲۶ قلم درملو، طبي تجهیزاتو او وقایوي محصولاتو نرخ اخیستنه کړې او په اړه یې راپور چمتو کړی چې په دغې اداره کې فساد ښیي.

د روغتیا سازمان له خوا د پېرل شوو درملو، طبي تجهیزاتو او وقایوي محصولاتو اقلام او د درملو له عمده پلورونکو او طبي تجهیزاتو څخه د پژواک خبري اژانس بیې اخیستنې، په لاندې ډول دي:

د تشناب کاغذ:

دو سوه روله تشناب کاغذ تر ۲۳زره په ډېرو افغانیو پېرل شوی چې هر رول یې له ۱۱۵ افغانیو په لوړه بیه تمام شوی دی.

خو د دغه تشناب کاغذ د هر رول اصلي بیه په بازار کې ۱۵ افغانۍ ده چې د ۲۰۰ روله تشناب کاغذ بیه درې زره افغانۍ کېږي او په هغو کې له ۲۰زرو ډېر اختلاس شوی دی.

د جذب کاغذ:

۵۰۰ روله د جذب کاغذ له یو ميلیون او ۳۱۵زره افغانیو په لوړه بیه پېرل شوی چې هر رول یې له ۲۷۰۰ افغانۍ په لوړه بیه تمامېږي.

خو په بازار کې د جذب کاغذ د یوه رول بیه ۲۵۰ افغاني ده چې د پنځه سوه هغو بیه ۱۲۵زره افغانۍ کېږي او په هغو کې له یو ميلیون او ۲۲۶زره افغانیو ډېره غلا شوې ده.

۵۰۰ ملي لېتره ګلوکوز سیروم له ۱۰٪ سېټ سره

د یاد سند له مخې، د ۵۰۰ ملي لېتره ګلوکوز سیروم څلور زره خلتې له ۱۰٪ سېټ سره، له یو ميلیون او ۸۵۳زره افغانیو په لوړه بیه پېرل شوي او هر سیروم له ۴۶۰ افغانیو په لوړه بیه تمام شوی دی.

خو ۵۰۰ ملي لېتره ګلوکوز سیروم له ۱۰٪ سېټ سره، په بازار کې په ۶۰ افغانۍ پلورل کېږي چې د هغو څلور زره خلتې ۲۴۰زره افغانۍ کېږي او په پېرلو کې یې یو ميلیون ۶۱۳زره افغانۍ درغلې شوې ده.

۵۰۰ ملي لېتره ګلوکوز سیروم له ۵٪ سېټ سره

۵۰۰ خلتې ۵۰۰ ملي لېتره ګلوکوز سيروم له ۵٪ سېټ سره هم نږدې په ۲۳۱زره افغانۍ پېرل شوي چې هره خلته یې له ۴۶۰ افغانۍ په لوړه بیه تمامېږي.

خو د ۵۰۰ ملي لېتره یوې خلتې ګلوکوز سیروم بیه له ۵٪ سېټ سره په بازرا کې ۶۵ افغانۍ ده چې پنځه سوه خلتې یې ۳۲۵زره افغانۍ کېږي او په هغو کې له ۱۹۹زره افغانیو ډېر اختلاس شوی دی.

۵۰۰ ملي لېتره ميکس سيروم له سېټ سره:

د ۵۰۰ ملي لېتره میکس سیروم زر خلتې له سېټ سره، له ۴۶۳زره افغانیو په لوړه بیه پېرل شوي چې هره خلته یې له ۴۶۰ افغانیو په لوړه تمامېږي.

خو له سېټ سره د ۵۰۰ ملي لېتره ميکس سیروم د یوې خلتې بیه په بازار کې ۶۵ افغانۍ ده چې ۱۰۰۰ خلتې یې په ۶۵زره افغانۍ تمامېږي او په پېرلو کې یې له ۳۹۸زره افغانیو ډېر اختلاس شوی دی.

۵۰۰ ملي لېتره رینګر سيروم له سېټ سره:

له سېټ سره د رینګر سيروم پنځه زره خلتې په دوه ميلیونه او ۳۱۶زره افغانۍ پېرل شوي چې هره خلته یې له ۴۶۰ زره افغانۍ په لوړه بیه تمامېږي.

خو د رینګر سيروم د یوې خلتې اصلي بیه په بازار کې ۶۵ افغانۍ ده چې پنځه زره خلتې یې ۳۲۵زره افغانۍ کېږي چې په هغو کې هم یو ميلیون ۹۹۱زره افغانۍ درغلي شوې ده.

ویال سفټراکسون امپول:

لس زره ویال سفټراکسون امپول په یو ميلیون ۶۲۱زره افغانۍ پېرل شوي چې هر امپول یې له ۱۶۰ افغانیو په لوړه بیه تمام شوی دی.

خو یو ویال سفټراکسون امپول په بازار کې په ۱۱۵ افغانۍ پلورل کېږي چې د لسو زرو یې یو ميلیون او ۱۵۰زره افغانۍ کېږي، په دغو امپولونو کې له ۴۷۱زره افغانیو ډېره غلا شوې ده.

د معاینې کوچني، متوسط او لوی دستکش:

 په کوچنيو، متوسطو او لویو سایزونو کې سل دانه يي ۶۰ کارتنه د معاینې دستکش له ۱۴۸زره افغانیو په لوړه بیه پېرل شوي چې هر کارتن دستکش په ۲۴۷۰ افغانۍ تمامېږي.

خو یو کارتن دغه دستکش په بازرا کې په ۸۰۰ افغانۍ پلورل کېږي چې د ۶۰ کارتنونو بیه ۴۸زره افغاني کېږي، یاد حساب ته پکتو په هغو کې تر ۱۰۰زره افغانیو ډېره درغلي شوې ده.

محافظوي مکمل سېټونه:

د روغتیايي کاکوونکو ۲۰۰ مکمل محافظوي سېټونه له دوه میلیونه افغانیو په لوړه بیه پېرل شوي چې هر کارتن یې له ۱۰زره افغانیو په لوړه بیه راځي.

خو د محافظوي کېټ یو مکمل سېټ په بازار کې ۱۵۰۰ افغانۍ پلورل کېږي چې دوه سوه کېټونه یې په ۳۰۰زره افغانۍ راځي، په دغه حساب په هغو کې له یو ميلیون او ۷۰۷زره افغانیو ډېره درغلي شوې ده.

ښونه:

دوه سوه بستې پاپوښونه په نږدې ۳۰۹۰۰ افغانیو پېرل شوي چې هره بسته یې له ۱۵۴زره افغانیو په لوړه بیه معامله شوې ده.

یو د یوې سل دانه یي بستې پاپوښونو بیه په بازار کې ۱۵۰ افغانۍ ده چې د دوو سوو جوړو یې ۳۰زره افغانۍ کېږي، په دغو کې نږدې ۹۰۰زره افغانۍ درغلي شوې ده.

محافظتي عینکې:

۵۰ جوړې محافظتي عینکې په نږدې ۸۵زره افغانۍ پېرل شوې، چې هره جوړه عینکې په ۱۷۰۰ افغانۍ تمامې شوې دي.

خو په بازار کې یادې یو جوړ عینکې په ۳۰۰ افغانۍ پلورل کېږي، په ۵۰ جوړې یې تر ۱۵زره ډېرې افغانۍ کېږي او په هغو کې نږدې ۷۰زره افغانۍ اختلاس شوی دی.

یو ځل کارېدونکې محافظتي چپنې:

۲۰۰ بستې یو ځل کارېدونکې محافظتي چپنې له ۹۲زره په ډېرو افغانیو پېرل شوې دي چې هره یوه یې په ۴۶۳افغاني افغانیو راځي.

خو یوه بسته یو ځل کارېدونکې دغه چپنې په بازار کې په ۱۵۰ افغانۍ پلورل کېږي چې دوه سوه بستې یې په ۳۰زره افغانۍ کېږي، په دغو کې له ۶۲زره افغانیو ډېره غلا شوې ده.

۵ لېتره کاغذي سفټي باکس:

۵۰ کارتنه ۲۵ دانه یي ۵ لېتره کاغذي سفټي باکس له ۴۶۳۰۰ په ډېرو افغانیو پېرل شوی چې هر کارتن یې له ۹۲۶زره افغانيو په لوړه بیه تمام شوی دی.

خو یو کارتن سفټي باکس په بازار کې په ۱۰۰۰ افغانۍ پلورل کېږي چې د ۵۰ کارتنونو ۵۰زره افغانۍ کېږي؛ دا په داسې حال کې ده چې تېر ته په کتو، اوس مهال بیې راټیټې شوې دي.

۲،۵ لېتره ۹۶ سلنه ایټایل الکول:

لس بوتله ۲،۵ لېتره ۹۶فیصده ایټایل الکول له ۲۱زره په ډېرو افغانیو پېرل شوي چې هر بوتل یې په ۲۱۶۰ افغانۍ تمامېږي.

خو د یو بوتل ۲،۵ لېتره ۹۶فیصده ایټایل الکولو بیه په بازار کې ۱۵۰۰ افغانۍ ده چې د لسو بوتلونو ۱۵زره افغانۍ کېږي؛ په دغو کې هم له ۶۶۰۰ افغانیو ډېره درغلي شوې ده.

د روغتیایي کاکوونکو لپاره چپنې:

د روغتیایي کارکوونکو لپاره ۲۰ چپنې له ۱۱۵۸۳ افغانیو په لوړه بیه پېرل شوې دي چې هره یوه یې نږدې په ۵۸۰ افغانۍ تمامه شوې ده.

خو د روغتیایي کارکوونکو لپاره یوه چپنه په بازار کې په ۳۰۰ افغانۍ پلورل کېږي چې د شلو یې شپږ زره افغانۍ کېږي، په دغو کې هم له ۵۵۰۰ افغانیو ډېره درغلي شوې ده.

پد الکول:

۳۰ باکسه پد الکول له ۲۳۱۶ افغانیو په لوړه بیه پېرل شوي چې هر باکس یې له ۷۷زره افغانیو په لوړه بیه راځي.

اوس مهال یو بکس پد الکول په ۲۰۰ افغانۍ پلورل کېږي چې د هغو ۳۰ بکسونه شپږ زره افغانۍ کېږي؛ خو تېر ته په کتو اوس مهال بیې لوړې شوې دي.

یو ځل کارېدونکي ترمامېترونه:

یو ځل کارېدونکي ۱۰۰۰ ترمامېترونه له ۳۸زره په ډېرو افغانیو پېرل شوي چې هر یو یې تر ۳۸ افغانیو په لوړه بیه تمام شوي دي.

خو دغه هر ترمامېتر په بازار کې په ۱۵۰ افغانۍ پلورل کېږي، د هغو ۱۰۰۰ دانې ۱۵۰۰۰ افغانۍ کېږي، د دغو ترمامېترونو بیه هم نسبت پخوا ته لوړه شوې ده.

نمونه لېږدوونکي بکسونه:

د ۱۰۰ په شمېر نمونه لېږدوونکې بکسونو له ۳۹۳زره افغانیو په لوړه بیه پېرل شوي چې په دغه حساب هر بکس یې له ۳۹۳۸ افغانیو په لوړه تمامېږي.

خو د نمونه لېږدوونکي یوه بکس بیه په بازار کې ۱۰۰۰ افغانۍ ده چې په دغه حساب د سلو بکسونو ۱۰۰زره افغانۍ کېږي. په دغو کې هم له ۲۹۳زره افغانیو ډېره درغلي شوې ده.

جارو:

د شلو په شمېر جاروګان له ۷۷۲۲ افغانیو په لوړه بیه پېرل شوي چې هر یو یې له ۳۸۶ افغانیو په لوړه بیه معامله شوی دی.

خو یاد یو جارو په بازار کې په ۴۰ افغانۍ پلول کېږي چې د شلو یې ۸۰۰ افغانۍ کېږي چې په دغو جاروګانو کې هم نږدې له ۷۰۰۰ افغانۍ ډېره درغلي شوې ده.

کثافت دانۍ:

۵۰ پلاستیکي کثافت دانۍ نږدې په ۲۹زره افغانۍ پېرل شوې دي، د هرې یوې بیه له ۵۷۹ افغانیو لوړه تمامېږي.

خو یوه یاده کثافت داني په بازار کې په ۳۰۰ افغانۍ پلورل کېږي چې د ۵۰ هغو قیمت ۱۵زره افغانۍ کېږي؛ په دغو کې هم له ۱۳۹۰۰ افغانیو ډېر اختلاس شوی دی.

بالښتونه:

۹۵ ترکي بالښتونه نږدې په ۳۷زره افغانۍ پېرل شوي چې هر یو یې له ۳۸۶ افغانۍ په لوړه بیه راځي.

خو په بازار کې یاد یو بالښت په ۲۰۰ افغانۍ پلورل کېږي چې ۹۵ بالښتونه په ۱۹زره افغانۍ تمامېږي، په دغه حساب په هغو کې هم له ۱۷۶۰۰ افغانیو ډېره غلا شوې ده.

بوټونه:

۵۰ جوړې بوټونه له ۱۹۳۰۰ افغانیو په لوړه بیه پېرل شوي چې د هرې جوړې بیه له ۳۸۶ افغانیو لوړه راځي.

خو په بازار کې یاد یوه جوړه بوټ په ۲۵۰ افغانۍ پلورل کېږي چې ۵۰ جوړې یې ۱۲۵۰۰ افغانۍ کېږي چې په دغو کې هم ۶۸۰۰ افغانۍ اختلاس شوی دی.

ټاټسکوپونه:

څلور پایې سټاټسکوپونه له ۲۷۸۰ په ډېرو افغانیو پېرل شوي چې هر یو یې له ۶۹۵ افغانیو په لوړه بیه راځي.

خو یوه پایه یاد سټاټسکوپ په بازار کې په ۴۰۰ افغانۍ پلورل کېږي چې د څلورو هغو بیه ۱۶۰۰ افغانۍ کېږي، په دې کې هم ۱۲۰۰ افغانۍ درغلي شوې ده.

د فشار الې:

د فشار ځلور الې له ۷۷زره په ډېرو افغانیو پېرل شوې دي چې هره یوه یې له ۱۹۳۰۰ افغانیو په لوړه بیه راځي.

خو د فشار یاده یوه اله په بازار کې په ۱۳۰۰ افغانۍ پلورل کېږي چې د څلورو یې ۵۲۰۰ افغانۍ کېږي او په هغه کې ۷۲زره افغانۍ فساد شوی دی.

په یاده نېټه د عامې روغتیا وزارت له خوا د ډېزل تېلو پېرلو سند او د پژواک خبري اژانس له خوا د ډېزل تېلو پېرلو بېلونه په لاندې ډول دي:

د تېلو پېرل:

د ۱۳۹۹/۰۲/۰۱ تر ۱۳۹۹/۰۲/۳۱ نېټې د تېلو پېرلو په سند کې چې پژواک ترلاسه کړی، ښیي چې ۴۷۹ لېتره ډېزل تېل له ۳۰زره په ډېرو افغانیو پېرل شوي چې یو لېتر یاد تېل په ۶۳ افغانۍ تمام شوي دي.

خو به همدې نېټه د پژواک خبري اژانس له خوا د پېرل شوو تېلو بېلونه ښیي چې یو لېتر ډېزل تېل په ۴۶ افغانۍ پلورل شوي چې د تېلو په قراراداد کې هم له ۸۰۰۰ افغانیو ډېره درغلي شوې ده.

د روغتیا په سکټور کې پر غلاوو د هېوادوالو نیوکې:

یو شمېر هېوادوالو د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې یوه فاسده اداره بللې او وایي چې ناروغان هره ورځ مړه کېږي؛ خو د عامې روغتیا وزارت مسوولین له خلکو سره مرسته شوې پیسې حیف او میل کوي.

د کابل یوه اوسېدونکی شمس الله هوشمند چې د یوې خصوصي ادارې کارکوونکی دی، وایي چې په هېواد کې ډېری ناروغان د فساد د موجودیت او ورته د نه پاملرنې له امله ځانونه په خپلو کورونو کې بستر کوي او روغتون ته مراجعه نه کوي.

هغه پژواک ته وویل چې له روغتونونو د نه کنټرول او نظارت له امله په دغه سکټور کې درغلي اوج ته رسېدلې او د پېرلو برخې په خپله خوښه راپورونه چمتو او وړاندي کوي.

د کابل بل اوسېدونکی نوید هم د روغتیایي مرکزونو پر نه نظارت نیوکه وکړه او وایي چې د افغانستان له روغتیایي سکټور سره سلګونه میلیونه ډالر مرسته وشوه خو ټولې مرستې او پیسې د نورو جېبونو ته ولوېدې او په دغه سکټور کې ان لږ بدلون هم رامنځته نه شو.

نوموړي له حکومته وغوښتل څو د روغتیایي سکټور په رهبرۍ کې مسلکي کسان چې اوس مهال یې ډېره اړتیا احساسېږي، وګوماري څو د درغلیو مخه ونیول شي او مخکې له مخکې د خلکو ستونزو ته رسېدنه وشي.

د افغانستان د روڼتیا څار بسټ نظر:

د افغانستان د روڼتیار څار بنسټ رییس سید اکرام افضلي د افغانستان په روغتیایي سکټور کې د ترسره شوي فساد په اړه اندېښنه وښوه او ویې ویل چې په د عامې روغتیا په وزارت کې د اختلاس په اړه د وروستیو راپورونو خپرېدو خلک ناهیلي کړي دي.

هغه وایي چې د فساد د شتون او نه مدیریت له امله په دولتي روغتونونو کې د روغتیایي خدمتونو کیفیت راټیټ شوی دی.

نوموړي دغه راز وویل چې پر دغه بنسټ د خلکو باور کم شوی او ناروغانو ته له لږ پاملرنې او رسېدنې څخه شکایت کوي.

نوموړي روغتیایي سکټور د ټولنې نبض وباله او له حکومته یې وغوښتل چې په روغتیایي سکټور کې د فساد مخه ونیسي او د عامې ورغتیا وزارت له لمنې د بدنامۍ لکه پاکه کړي.

افضلي دې ته په ځواب کې چې ایا له فساد سره په مبارزه کې د حکومت له کړنو خوښ یاست او کنه؟ وویل چې د روڼتیا نړیوال سازمان د ۲۰۱۹م کال د راپور پر اساس، د نړۍ په ۱۸۰ هېوادونو کې افغانستان د لسو فاسدو هېوادونو په نوملړ کې راغلی دی.

هغه وویل چې د دغه راپور له مخې، درې هېوادونه لکه سومالیا، سوډان او سوریه، په نړۍ کې فاسد ترین هېوادونه پېژندل شوي خو افغانستان د ۱۶ امتیازونو په ترلاسسه کولو له فساد سره په مبارزه کې یوه درجه افت درلود او ۱۷۳یم ځای یې خپل کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان حکومت د روڼتیا نړیوال سازمان د ۲۰۱۸م کال په راپور کې هم د ۱۶ نومرو په ترلاسه کولو سره ۱۷۲یم ځای خپل کړی و.

د حقوقي کاپوهانو نظرونه:

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو استادې شهلا فرید اختلاس جرمي عمل وباله او ویې ویل چې د اختلاس کوونکو لپاره اساسي قانون د جرمونو څرنګوالي پر اساس بېلابېلې سزاوې ټاکل شوې دي.

هغه جرمونو ته د رسېدو د څو بنسټونو موجودیت ته په اشاره وایي چې د فساد په برخه کې کومه ژوره مبارزه نه ده شوې او د افغانستان حکومت په دې اړه ناکام دی او کومه لاسته راوړنه نه لري.

نوموړې د فساد پر وړاندې د مبارزې په اړه د حکومت له نه اقدامه ناخوښي وښوده او ويې ویل، هغه څېړنې چې د نړیوال سازمان له خوا اعلان شوې، ښیي چې افغانستان له فساد سره په مبارزه کې ناکام دی او نه دی توانېدلی چې فساد راکم کړي.

هغې څرګنده کړه: «څېړنې ښیي چې لوړ فساد د هغو کسانو له خوا ترسره کېږي چې د حکومت په لوړو برخو کې دي او هغه کسان چې لوی فساد ترسره کوي، تر اوسه یې پر وړاندې اقدمات نه دي ترسره شوي.»

ښاغلې فرید د دې په څرګندولو سره چې د درغلۍ اصلي قربانیان د افغانستان خلک دي، وویل، خلک له ډېرو ستونزو سره کار کوي او مالیه ورکوي خو پیسې یې د ځینو نورو په وسیله غلا کېږي.

دغه حقوقپوه وایي، له بده مرغه چې دغه پیسې د ځینو له خوا اختلاس کېږي او هغه له هېواده بهر انتقالوي، خپلې اختلاس شوې پیسې په یوه ډول سپینوي خو څوک نشته چې مخه یې ونیسي.

د اختلاس په اړه د قانون حکم:

د جزا کوډ د دویم فصل په ۳۸۹یمه ماده کې راغلي، هرکله چې د عامه خدمتونو موظف یا د غیر دولتي موسسې موظف یا خصوصي موسسې یا هغه خلک چې په یوه قرارداد، یا ارزونې یا تثبیت یا د ګمرکي محصول تحصیل، مالیات یا د دولت حقوقو او یا اړونده مرجع د اړوندې ادارې د ګټو پر تامین مکلف وي، د یادې مرجع حقوق د ځان یا بل چا په ګټه قصداً زیانمن او یا مختل کړي؛ د هغه دغه عمل په اختلاس یا غلا کې شمېرل کېږي، مرتکب عامه ګټو ته د رسېدلي یاد زیان په نظر کې نیولو سره په دغه فصل کې له درج شوو احکامو سره سم مجازات کېږي.

د جزا کوډ د ۳۹۱یمې مادې په څلورمه فقره کې چې د اختلاس د مرتکب کېدو په صورت کې یوازې د عامه خدمتونو د موظف د جزا په اړه دي، راغلي، په هغه صورت کې چې غلا شوې وجه له یو میلیون تر لس میلیونه افغانیو پورې وي، په اکثر حد اوږده بند جزا محکومېږي.

د افغان ــ جاپان روغتون پخوانی رییس

د افغان- جاپان روغتون پخوانی رییس ډاکتر حکیم صالح پژواک خبري اژانس ته وویل چې د درملو، اکسېجن، طبي تجهیزاتو، خوراکي توکو او نورو ټول قراردادونه د عامې روغتیا وزارت له خوا ترسره شوي دي.

د “ایما” په نوم د افغانستان اسلامي طبي انجمن چې مخکې له دې یې په کابل کې د افغان- جاپان روغتون د سرپرستۍ مسوولیت پر غاړه درلود، وایي د تړونونو او پېرلو په بهیر کې د افغان- جاپان مدیریتي ټېم برخه نه لرله، بلکې د طبي تجهیزاتو، درمل او وقایوي محصولاتو پېرل د عامې روغتیا د تدارکاتو په وسیله ترسره شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت نظر:

پژواک خبري اژانس د عامې روغتیا وزارت له ویاند اکمل سمسور سره پرله پسې اړیکې ونیوې او پنځه ورځې د هغه ځواب ته په تمه و، خو په دې موده کې یې له هغه هېڅ ځواب ترلاسه نه کړ.

د دغه راپور پوښتنې پنځه ځلې د پژواک د خبریالانو او یو ځل هم د عامې روغتیا وزارت د ویاند د مرستیال له خوا د عامې روغتیا وزارت له ویاند سره شریکې شوې دي، خو هېڅ پام ورته نه دی شوی.

د یادونې ده، د عامې روغتیا وزارت ویاند تېره ورځ د هغه اسنادو شریکولو غوښتنه وکړه چې پژواک یې په واک کې لري، اسناد هم له هغه سره شریک شول، خو سره له هغه یې هم ځواب ورنه کړ.

پژواک د ډنمارک او د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (UNDP) په  مالي مرسته دا پور برابر کړی دی.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.