کابل (پژواک، ۱۹ زمری ۹۹): د افغانستان د ملي دفاع وزارت لوی درستیز وایي، امنیتي ځواکونو ۱۱ کسان له عیارو راکټونو سره په کابل کې نیولي چې پر لویه مشورتي جرګې یې د برید هوډ درلود.

د سولې مشورتي لویه جرګه د ۳۲۰۰ غړو په ګډون د زمري په ۱۷ جوړه شوه او نن یې د پرېکړه لیک په صادرولو حکومت ته مشوره ورکړه چې د طالبانو ۴۰۰ بندیان خوشي کړي.

دغه راز جرګې چې له سختو امنیتي تیاریو سره جوړه شوې وه، د دایمي اوربند او هر څو ژر د سولې بین الافغاني مذکراتو د پیل غوښتنه وکړه.

د ملي دفاع وزارت لوی درستیز ستر جنرال محمد یاسین ضیاء نن د مشورتي لویې جرګې په پای کې په یوه خبري ناسته کې وویل چې امنیتي ځواکونو په څو عملیاتو کې ۱۱ کسان چې پر دې جرګه یې د برید هوډ درلود، نیولي دي.

هغه د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل چې له نیول شوو کسانو څخه «سکر او مزایل» ترلاسه شوي چې پر مشورتي لویې جرګې د برید لپاره عیار شوي وو.

هغه زیاته کړه چې تر اوسه پورې څېړنې پای ته نه دي رسېدلې څو معلومه شي دغه ۱۱ کسان چې نیول شوي، ټول د داعش ډلې غړي دي او کنه.

خو نوموړي وویل: «په ځینو سیمو کې چې د طالبانو په کنټرول کې دي او داعش حضور لري، یو شمېر بریدونه د داعش په نوم ترسره کېږي.»

هغه وویل چې له څېړنو وروسته د رسنیو له لارې ټول جزیات له ملت سره شریکېږي.