کابل (پژواک، ٢٩ زمرى ٩٩): د ملي دفاع وزارت وايي چې د غزني په مرکز کې د وسله والو طالبانو بريدونه په شا تمبول شوي چې په ترڅ کې يې ٣٠ طالبان وژل شوي دي.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوي چې د ملي دفاع وزارت له لوري د زمري په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته را لېږل شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې نن سهار وسله والو طالبانو له څو لوريو د غزني ښار پر ارزو سيمې بريدونه وکړل.
سرچينه وايي چې په دغو بريدونو کې ٣٠ وسله وال طالبان وژل شوي او بريدونه يې هم په شا تمبول شوي دي.
د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې دا هم ويل شوي چې د يادې جګړې پرمهال د وسله والو طالبانو يو لوى تونل چې د پټنځاى په توګه يې ترې استفاده کوله، له منځه وړل شوى دى.
ملي دفاع وزارت په ياده جګړه کې د افغان ځواکونو او ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.
دغه راز د غزني د والي وياند واحد الله جمعه زاده پژواک ته وويل چې تېره ورځ هم ياده سيمه کې جګړه شوې ده.
ده وويل چې د تېرې ورځې په جګړه کې د ځانګړو پوليسو د ښوونې او روزنې قطعې آمر فيروزاحمد هم وژل شوى دى.
بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه د يادې جګړې په اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن