کندهار (پژواک، ۲ وږی ۹۹): د کندهار په سپین بولدک او میوند ولسواليو کې په جلا جلا پېښو کې ۱۱ وسله والو او څلور پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه وسله والو د سپین بولدک ولسوالۍ په بولک نیکه سیمه کې د پولیسو پر پوستو بریدونه وکړل.
هغه زیاته کړه، د دواړو لورو ترمنځ درنه جګړه شوې چې په پایله کې یې څلور وسله وال وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.
دغه راز ده وویل، چې په دغه جګړه کې دوه پولیس هم وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.
خو یوې امنیتي سرچینې پژواک ته د څلورو سرتېرو د وژل کېدو او دوو نورو د ټپي کېدو وویل.
بله خوا په میوند ولسوالۍ کې بیا دوه وسله وال د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.
بارکزی وايي، تېره شپه دوو وسله والو د میوند ولسوالۍ په سره بغل سیمه کې پر عمومي لاره ماینونه خښول چې چاودنه یې پرې کړې او دواړه وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
په دې وروستیو کې یو ځل بیا د کندهار په یو شمېر ولسوالیو کې د ناامنۍ پېښې ډېرې شوې دي.
login or register a new account.