ژبه

هلمند کې د بست کلا په ګډون د پنځو تاريخي ابدو د ترميم چارې پيل شوې

لښکرګاه (پژواک، ٢ وږى ٩٩): په هلمند کې د ١٥ ميليونه افغانيو په لګښت د بست کلا په ګډون د پنځو تاريخي ابدو د بيارغونې چارې پيل شوې.

د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رييس حميدالله وياړ د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته وويل چې دغه تاريخي ابدې د ويجاړېدو له ګواښ سره مخ وې نو ځکه يې له مرکزه د ترميم غوښتنه وشوه.

هغه زياته کړه: ((دغه تاريخي ابدې د مرکز لښکرګاه په کارېز او بست سيمو کې دي چې نن يې د بيارغولو چارې پيل شوې.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دغو تاريخي ابداتو کې د بُست کلا، تاريخي کمان، تاريخي يخچال، د علامه ابن حبان بُستي او د ځينو نورو شهيدانو د زيارتونو بيارغول شامل دي.

دى زياتوي: ((زه پوره کوښښ کوم چې په دغه ولايت کې د ټولو تاريخي ميراثونو د ويجاړېدو او د غصب مخنيوى وکړم.))

وياړ وايي چې دغه پنځه تاريخي ابدې په ١٥ ميليونه افغانيو په لګښت بيارغول کېږي چې لګښت يې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري کېږي.

دغه راز په ياده غونډه کې د هلمند والي محمد ياسين خان وويل چې د تاريخي ابداتو بيارغول يې له کاري لومړيتوبونو دي او په دې برخه کې يې ډېرې هلې ځلې هم کړې دي.

ده زياته کړه: ((موږ د تاريخي سيمو د امنيت د ساتلو په برخه کې پوره کوښښ کوو او که څوک يې د غصب هڅه وکړي نو قانوني چلند ورسره کوو.))

والي هيله وښوده چې د تاريخي ابدو په بيارغولو سره به دغه ولايت ته د سيلانيانو تګ راتګ هم ډېر شي.

د هلمند والي همدارنګه مسوولینو او د پروژو تطبیقونکي شرکت ته سپارښتنه وکړه چې د قرارداد مطابق په لوړ کیفیت د دغو ابدو د رغونې چارې ترسره کړي.

هلمند کې يوه تاریخ لیکونکي او لیکوال شاه محمود حسرت د دغو پروژو د پيل له امله مننه وکړه خو ويل یې چې تر دې وړاندې په دغه ولايت کې د تاريخي ميراثونو او ابداتو په ساتنه کې د پام وړ هڅې نه دې شوې چې له امله يې ډېرې سيمې ويجاړې شوې او يا هم غصب شوې دي.

د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رياست د معلوماتو له مخې، په دغه ولايت کې تر اتيا ډېر تاريخي ابدات شته دي چې يو شمېر يې د ويجاړېدو له ګواښ سره مخ دي.

login or register a new account.

ورته موضوع